په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۱۹۳۹ ته رسېدلی دی.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي، په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې د کورونا ویروس ۱۱۰ مثبتې پېښې د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې ثبت شوې دي.
د مایار په وینا، له دې ډلې ۵۸ پېښې په کابل، ۱۵ په کندهار، ۱۲ په پکتیا، ۶ په غزني، ۵ په لغمان، ۵ په ننګرهار، ۳ په تخار، ۳ په فراه او یوه پېښه هم په کندوز کې ثبت شوې ده.
وحیدالله مایار د خلکو له لوري د روغتیايي سپارښتنو په پام کې نه نیول د اندېښنې وړ بولي او وايي، په راتلونکو اوونۍ کې به د بدو خبرونو شاهدان یو.
په همدې حال کې د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمدرفیق شېرزی وايي، په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې دوه نارینه او یوه ۲۵ کلنه ښځه چې پر کورونا ویروس شکمن اخته کسان وو، د دغه ولایت د کورونا تشخیص په ځانګړي مرکز کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دغو پېښو په ثبت سره په هېواد کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۹۳۹ ته رسېږي.
تر اوسه ۶۱ کسان پر دغه ویروس د اخته کېدو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۰۰ نور بیا بېرته رغېدلي دي.