په افغانستان کې پر اوربند د ملګرو ملتونو ټینګار

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټیرش وايي، په نړۍ کې د کورونا ویروس خپرېدو ته په کتو یې له ټولو وسله‌والو ډلو د اوربند غوښتنه کړې ده او په وینا یې، ۱۶ وسله‌والو ډلو دا غوښتنه منلې، خو طالبانو رد کړې ده.

د نوموړي په وینا، ملګري ملتونه اوس هم هڅې کوي چې په افغانستان کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند وشي.

هغه یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې د کورونا وژونکي ویروس د مخنیوي لپاره له افغان حکومت سره اوربند وکړي.

ولسمشر محمداشرف غني هم د روژې میاشتې په اړه یوه پیغام کې له طالبانو وغوښتل چې له جګړې لاس واخلي او اوربند ته غاړه کېږدي، خو طالبانو له حکومت سره اوربند کول نامعقوله کار یاد کړ.

ټاکل شوې وه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو تر تبادلې وروسته د سولې مخامخ خبرې هم پیل شي، خو تر اوسه نه یوازې دا خبرې نه دي پیل شوي، بلکې د بندیانو د تبادلې لړۍ هم نه ده بشپړه شوې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام