هراتيان: د ایراني پوله‌ساتو له لوري سیند ته د افغانانو غورځولو په اړه دې جدي څېړنه وشي

د هرات یو شمېر مدني فعالانو او اوسېدونکو نن د هرات د والي دفتر مخې ته په اعتراضیه را ټولېدنه کې د ایراني پوله‌ساتو له لوري د افغان کډوالو سیند ته غورځولو پېښې په اړه د حکومت د رهبرانو پر خاموشۍ نیوکه وکړه.

د هرات مدني فعالان ددې پېښې تر سره کول ناانساني او د کډوالۍ او بشر حقونو د قوانینو خلاف کړنه ګڼي او خبرداری ورکوي که دې پېښې ته رسېدنه ونه شي؛ په افغانستان کې به د ایران قونسلګرۍ وتړي.

دغه مدني فعلان همداراز له ایران دولته غواړي چې د دې پېښې په اړه د افغانستان خلکو ته وضاحت ورکړي.

دیني عالم نثاراحمد خیراندېش او د هرات ولایت اوسېدونکی مبین، سیند ته د افغان کاريګرو اچول د اسلامي اصولو خلاف عمل ګڼي او ټینګار کوي چې د افغانستان حکومت باید د ایران د دې کړنې په وړاندې غلي پاتې نه شي.

په تازګۍ سره د هرات د ګلران ولسوال عبدالغني نوري سلام وطندار ته وویل چې ۵۰ افغان کډوال د ذولفقار کنډو نه ایران ته دننه شول؛ خو د ایران پوله‌ساتو ځواکونو له «بېل او  عنبور» سره په دوی برید وکړ او له وسلې په ګټې اخیستو یې د هریرود سیند کې ډوب کړل.

د نوري په خبره، د سیمې اوسېدونکيو تر نیمروز ولایت پورې سیند ولټاوه؛ خو د نورو مړيو د موندلو هېڅ اثر پیدا نه شو.

د ګلران ولسوال زیاته کړه چې وړمه ورځ چې ايران هغه ۵۰ افغان کډوال د هريرود سيند ته غورځولي وو، ۳۰ يې ژوندي ژغورل شوي، د ۱۲ يې مړه موندل شوي او ۸ نور يې لا ورک دي.

د ایراني پوله‌ساتو د وحشیانه چلند قربانیان، د هرات د کشک او رباط سنګي، غور او کابل ولایتونو اوسېدونکي وو.

په ورته مهال د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وايي چې د سیمه‌يیزې ادارې د پلاوي څېړنې روانې دي او د څېړنو په بشپړېدو سره یې راپور د حکومت مرکزي ادارې ته سپارل کېږي.

خو په هرات کې د ايران قونسلګرۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ۵۷ افغانانو نيول او په اوبو کې ډوبول رد کړي دي او زياته کړې يې ده چې ايراني پوليس په دې پېښه کې هېڅ ښکېل نه دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام