د عامې روغتیا وزارت تر هره کوره او هر کس پورې د کورونا ویروس د رسېدو په اړه خبرداری ورکوي او وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۲۹ شکمنې پېښې د هېواد په بېلابېلو لابراتوارونو کې کتل شوي چې له ډلې یې ۲۵۹ هغه مثبتې ختلې دي.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال وحیدالله مجروح په کابل کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پرمهال وویل، د دغو تازه پېښو په ثبتېدو سره په ټول هېواد کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴ زره او ۳۳ ته ورسېده.
مجروح زیاته کړه، پر کورونا ویروس د اخته کېدو تازه ثبت شویو ۲۵۳ پېښو له ډلې ۷۱ یې په هرات، ۴۳ په بلخ، ۳۹ په ننګرهار، ۲۴ په تخار، ۲۲ په جوزجان، ۱۶ په پکتیا، ۲۲ په لغمان او کندوز، ۸ په غزني، ۴ په کابل او څلور نورې هم په نورستان، کونړ، پنجشېر او بامیان ولایتونو کې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال په خبره، په تېره یوه شپه او ورځ کې په پنجشېر، بلخ، کابل، جوزجان او لغمان ولایتونو کې د ۶ کسانو په مړه کېدو سره د کورونا ویروس له امله د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۱۱۵ ته ورسېده، خو ۵۰۲ نور کسان بیا بېرته رغېدلي دي.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ټینګار کوي چې په افغانستان کې هېڅوک د کورونا ویروس له ګواښه خوندي نه دی او که خلک ټولنیز واټن او د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې عملي نه کړي، دغه ویروس به تر هر کوره ورسېږي.
مجروح په هېواد کې پر کورونا ویروس د روغتیايي کارکوونکو د اخته کېدو په اړه هم اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه، تر اوسه ۳۹۲ روغتیايي کارکوونکي پر کورونا اخته شوي چې له ډلې یې ۶ هغه مړه شوي دي.
دا داسې مهال ده چې په هرات کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر مخ په بره روان دی.
د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شېرزوی وايي، په تېرو څلېرویشتو ساعتونو کې د دغه ولایت په لابراتوار کې ۱۴۳ شکمنې پېښې کتل شوي چې له نیم نه د زیاتو پایله یې مثبته ده.
هغه خبرداری ورکوي چې د کورونا ویروس خپرېدل له کنټروله وتلي او په وینا یې، کورنټین پایله نه ورکوي او یوازینی کار چې باید وشي، روغتیايي سپارښتنو ته پام او د ټولنیز واټن مراعتول دي.
په افغانستان کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو په زیاتېدو سره هممهاله روغتیايي مسوولان د هېوادوالو لهخوا د عامې روغتیا وزارت د سپارښتنو او ټولنیز واټن د نه مراعت په اړه اندېښنه ښيي.