
د بښنې نړیوال سازمان په يوه اعلاميه کې د افغانستان د رسنیو له ټولیز اعتراضه ملاتړ کړی او ويلي يې دي چې د دغه هېواد دولت دې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون ته درناوی وکړي، خوندي دې کړي او او پلی دې کړي.
د ياد سازمان د اسیا برخې مرستیال عمر وراج وايي، د افغانستان خبریالان د نړۍ تر ټولو زړور خبريالان دي چې په سختو شرایطو کې فعالیت کوي او کوم کار چې کوي له ګواښ، وېرولو او تاوتریخوالي سره مخ دي.
نوموړي زياته کړې، نو افغان دولت باید داسې شرایط برابر کړي چې خبریالان ازاد او له وېرې پرته کار وکړي.
د بښنې نړیواله اداره خپله اعلاميه کې وایي، د چارواکو د ځواب وینې او روڼتیا لپاره دولت مکلف دی چې خلکو ته د اړینو معلوماتو د لاسرسي حق برابر کړي.

د سې شنبې په ورځ د یوشمېر رسنیو مسوولانو د یوه لیک په خپرولو سره په هېواد کې معلوماتو ته د لاسرسي وضعیت په اړه اندېښنه وښوده. په دغه لیک کې راغلي چې افغانستان په وروستیو کلونو کې معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې شاتګ کړی دی.
خو ولسمشرۍ ماڼۍ د چارشنبې په ورځ یوه خبرپاڼه کې لیکلي، دا اداره اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د قانون پلي کېدو لپاره خپله ژمنه څرګندوي او حکومتي ادارې په ځواب ویلو مکلفې بولي.
د ارګ اعلامیه کې زیاته شوې، د دې ادارې د رسنیز دفتر کارکوونکي مسوول دي چې له رسنیو سره د ویاند او مرستیال ویاندويانو د مرکو څرنګوالی همغږې او تنظیم کړي.
د رونټيا د څار بنسټ هم اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له رسنيو خپل ملاتړ اعلان کړی دی.





