په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې د کورونا ۲۸۵ مثبتې پېښې ثبت شوي

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال وحیدالله مجروح نن په کابل کې د خبري ناستې پر مهال وویل، په تېره یوه شپه او ورځ کې ۷۰۹ شکمنې پېښې د دغه وزارت په بېلابېلو لابراتوارونو کې کتل شوي چې له ډلې یې په ۱۴ ولایتونو کې ۲۸۵ هغه مثبتې ختلې دي.

د نوموړي په وینا، د تازه مثبتو پېښو له ډلې ۱۶۱ په کابل، ۳۰ په کندهار، ۱۸ په بادغیس او لوګر، ۱۶ په ننګرهار، ۱۱ په کونړ، ۷ په هرات، ۱۵ په کندوز، غور او بامیان، ۶ په پروان او هلمند، ۳ په نورستان او میدان وردګ ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وویل، د دغو ۲۸۵ پېښو په ثبتېدو سره په ټول هېواد کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴ زره ۶۸۷ ته ورسېده.

مجروح زیاته کړه چې په کندهار او ننګرهار ولایتونو کې د دوو کسانو په مړه کېدو سره د کورونا ویروس له امله د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۱۲۲ ته ورسېده.

هغه د هېواد په لویو ښارونو، په تېره پلازمېنې کابل کې د روغتیايي سپارښتنو، کورنټین او ګرځبندیز ماتولو په تړاو اندېښنه وښوده او خبرداری یې ورکړ چې د کورونا ویروس په تړاو به د خلکو بې‌پروايي په هېواد، په تېره کابل کې په بې‌سارې توګه پر کورونا د اخته کېدونکو کسانو د شمېر زیاتېدو لامل شي.

د عامې روغتیا وزارت د تازه معلوماتو له مخې، په کابل کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د ۱۶۱ تازه پېښو په ثبتېدو سره په دغه ولایت کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱ زر ۲۵۶ ته رسېدلی چې له ډلې یې ۱۹۲ هغه ښه شوي او ۱۸ نورو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

هرات د ۹۰۱ مثبتو پېښو په لرلو سره له کابل وروسته دویم ځای لري چې له ډلې یې ۱۷۵ کسان ښه شوي او ۲۰ نورو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

بلخ بیا له کابل او هرات وروسته پر کورونا ویروس د اخته کسانو لوړه شمېره لري. د عامې روغتیا وزارت د کورنټین له ماتولو سره مخالفت ښيي او له خلکو غواړي چې روغتیايي سپارښتنې عملي او ګرځبندیز ته دوام ورکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام