د فارياب د شيرين تګاب ولسوالۍ ځايي مسوولان وايي چې د دې سيمې اوسېدونکي د طالبانو پر وړاندې راپورته شوي او د طالبانو يو شمېر کمربندونه يې نيولي دي.
د شيرين تګاب ولسوال زینالله ذکي سلاموطندار ته وايي، د سيمې اوسېدونکيو تر اوسه پورې د طالبانو څو کمبربندونه نيولي او يادې ولسوالۍ لپاره يې د طالبانو د نومول شوي ولسوالۍ ودانۍ هم کلابنده کړې ده.
د ذکي په وينا، د يادې ولسوالۍ اوسېدونکيو د طالبانو له لوري د ظلم او زياتي او همداراز په دې ولسوالۍ کې د اقينې بندر لويه لار کې د ترکمنستان د مرستو ۵ موټرونه درولي وو، پاڅون کړی دی.
له دې سره د شیرینتگاب اوسېدونکي وايي، تر اوسه يې د طالبانو دوه قرارگاوې او يو شمېر وسلې نيولي دي.
دوی وايي، اوسمهال هڅه کوي چې د طالبانو ستره قرارګاه هم ونيسي.
د شيرين تګاب ځايي مسوولان وايي چې طالبانو د پاڅونوالو خورولو لپاره هوايي ډزې وکړې.
طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
د خبر نور جزيات وروسته…