ملي امنيت شورا: طالبانو تېرو ۲ اوونیو کې ۸۹ ملکي وګړي وژلي

د ملي امنیت شورا وايي، طالبانو تېرو دوو اونیو کې ۸۹ ملکي وګړي وژلي. يادې شورا نن په خپره کړې اعلاميه کې ليکلي چې طالبانو د تل په څېر تېرو دوو اوونیو کې د افغانانو پر وړاندې خپل تاوتریخوالي او جګړو ته دوام ورکړی چې ګڼو ملکي وګړو ته په کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د ملي امنیت شورا وايي، وسله‌والو طالبانو دغو دوو اوونیو کې ۲۹ ولایتونو کې ۸۹ ملکي وګړي وژلي او ۱۵۰ نور یې ټپيان کړي دي.

د يادې شورا په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه شمېر ملکي وګړو ته د طالبانو د سړک غاړې ماین چاودنو او ترهګريزو بریدونو کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

وسله‌والو طالبانو د ملي امنیت شورا د دغې ادعا په اړه نظر نه دی ورکړی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام