ملي امنیت شورا: طالبان هره ورځ ۲۴ ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اړوي

د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند جاوید فیصل وايي چې طالبانو د اورکم له اوونۍ وروسته د روان کال په فبروري میاشت کې په منځنۍ کچه هره ورځ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۴۴ بریدونه کړي دي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن په یوه ټویټ کې لیکلي چې د یادو بریدونو له کبله د ورځې لږترلږه ۲۴ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

فیصل وايي چې د سولې هوکړه‌لیک بریا د تاوتریخوالي له کموالي او د بین‌الافغاني خبرو اترو له پیل سره تړلې ده.

د اورکم اوونۍ د تېر کال په کب میاشت کې پیل او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک تر لاسلیک ـ د کب تر لسمې نېټې یې دوام وکړ. د یاد هوکړه‌لیک له لاسلیک نه دوه ورځې وروسته طالبانو پر امنیتي ځواکونو د بریدونو د پیل خبر ورکړ.

دولت تل طالبان د یاد هوکړه‌لیک پر نقض تورن کړي او ویلي یې دي چې یاده ډله یادې ډلې د سولې هوکړه‌لیک له لاسلیک سره سم تاوتریخوالی ډېر کړی دی.

طالبانو هم په ځینو برخو کې دولت د هوکړه‌لیک پر نقض تورن کړی او تر اوسه یې د ملي امنیت شورا د راپور په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، ټاکل شوې بین‌الافغاني خبرې اترې په جولای میاشت کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام