د کورونا د ۱۰۸ تازه پېښو ثبت؛ په ۲۴ ساعتونو کې ۴ کسان مړه شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې یې د کورونا ویروس ۷۵۳ شکمنې نمونې کتلي چې له ډلې یې په ۱۱ ولایتونو کې د ۱۰۸ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.

د دغه وزارت په وینا، په یاده موده کې ۹۸ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته ښه شوي او ۴ نورو خپل ژوند بایللی دی.

یاد وزارت وايي، د تازه پېښو په ثبت سره، په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳۶ زره ۹۳۷ ته رسېدلی دی.

د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه ټول‌ټال ۲۵ زره او ۸۴۰ کسان چې پر کورونا ویروس اخته وو، بېرته ښه شوي او ۱۲۹۸ نور مړه شوي دي.

تر اوسه په نړۍ کې له ۱۸ میلیونه او ۹۷۹ زرو نه ډېر کسان پر کورونا ویروس اخته شوي چې له ډلې یې له ۷۱۱ زرو نه ډېر مړه او له ۱۲ میلیونه او ۱۷۱ زرو نه ډېر یې بېرته رغېدلي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام