پکتيا کې د ۱۰۳ ښوونځيو لپاره د ودانيو جوړولو چارې په ټپه درېدلي

د پکتيا اوسېدونکي او د ولايتي شورا غړي وايي، تېر کال د کليو پراختيا او بيارغاونې وزارت له لوري د شاوخوا ۱۰میلیونه ډالرو په ارزښت د ۱۰۳ ښوونځيو لپاره د ودانیو جوړولو چارې پيل شوې چې وروسته یې کارونه په ټپه ودرېدل.

د پکتيا د ولايتي شورا رييس عبدالمالک ځاځی وايي، د یو کال په تېرېدو تراوسه هېڅ ښوونځی نه دی جوړ شوی. د نوموړي په وینا، که د دې ښوونځيو چارې ژر پيل نه شي، نو د موسم په بدلېدو به بل کال ته وځنډېږي.

د پکتيا یو شمېر اوسېدونکي وايي، ډېری ښوونځي يې ودانۍ نه لري او زدهکوونکي د ښوونځيو د ودانيو نشتوالي او لرېوالي له کبله نه‌شي کولای درسونو ته تعقيب کړي. دوی هم له مسوولانو غواړي چې هرڅه ژر د ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو چارې پیل کړي.

د پکتیا ځايي چارواکي د ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو د چارو نه پيل لامل د بودیجې نشتوالی بولي.

خو د پکتيا والي محمد حليم فدايي وايي، د ښوونځیو لپاره دغه ودانۍ د سعودي عربستان په مرسته جوړېږي چې ډېر ژر به یې بودیجه د ماليې وزارت له لوري د کليو پراختيا وزارت ته ولېږدول شي.

د دې ښوونځيو په جوړېدو سره شاوخو ۵۰ زره زده‌کوونکيو ته خوندي فضا کې د ښوونې او روزنې زمینه برابرېږي.

د معلوماتو له مخې پکتيا ټول ۴۰۵ ښوونځي لري چې ۷۰ سلنه یې ودانۍ نه لري. دغو ښوونځیو کې ۲ سوه او ۶۰ زره زدهکوونکي درس لولي او له ډلې یې ۷۰ زره نجونې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام