اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون نن سې شنبه په کابل کې د خبري ناستې پرمهال وویل چې پرېکړه یې کړې د ملي دفاع وزارت د سرپرست اسدالله خالد او دغه راز د سرشمېرنې او معلوماتو ملي ادارې رییس احمد جاوید رسولي د یوې میاشتې معاش کسر کړي.
دغه کمیسیون وايي، د دوی معاشونه ځکه کسر کېږي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي له قانونه یې سرغړونه کړې ده.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون مشر عین الدین بهادري وايي، دغو دوو چارواکيو اطلاعات روز ورځپاڼې او پژواک خبري اژانس ته د اطلاعاتو له ورکړې ډډه کړې ده.
د نوموړي په وينا، اطلاعات روز ورځپاڼې او پژواک خبري اژانس د مرکزي بانک د سرپرست اجمل احمدي د تذکرې په اړه او دغه راز له یوه شرکت سره د دفاع وزارت د اتو تدارکاتي پروژو د قرارداد په اړه د معلوماتو غوښتنه کړې وه خو دفاع وزارت او دغه راز د احصايیې ملي ادارې دغه اطلاعات نه دي ورکړي.
بهادري ستره محکمه د یوه تړلي بنسټ په توګه یاده کړې او له دې ادارې یې غوښتي چې قانون او رسمي ادارو ته درناوی ولري.
د نوموړي په خبره، هېڅ یوه اداره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون پر وړاندې له بلې ادارې فضیلت نه لري.
ومو غوښتل په دې اړه د ملي دفاع وزارت او دغه راز د احصايیې ملي ادارې نظر هم ولرو، خو له پرله پسې اړیکو سربېره بریالي نه شوو.
دا په داسې حال کې ده چې تېرکال شاوخوا ۳۰ رسنیو په یوه مطبوعاتي غونډه کې اطلاعاتو ته له لاسرسي نیوکه وکړه، خو داسې ښکاري چې حکومتي بنسټونه دغو نیوکو ته هېڅ راز پاملرنه نه کوي.