د هرات ۵ ولسوالیو کې د پوليو ضد واکسین نه تطبیقېږي

د هرات د عامې روغتيا رياست مسوولان وايي چې د ياد ولايت ۵ ولسواليو کې د امنيتي ګواښونو له کبله کور په کور د پوليو ضد واکسين نه تطبيقېږي.

د دوی په وينا، ښايي چې کشک کهنه، کشک رباط سنگي، ادرسکن، شینډنډ او پښتون‌زرغون ولسواليو کې ډېر ماشومان د پوليو ضد له واکسينه بې‌برخې پاتې شي.

 د هرات د عامې روغتيا رياست مرستيال اصف کبیر وايي، اوس مهال د هېواد په لوېديځ کې د ګوزڼ ۷ پېښې پېژندل شوي چې له دې ډلې ۴ يې فراه، ۲ هرات او يوه هم په بادغيس کې ده.

نوموړی وايي چې طالبان کشک کهنه، کشک رباط سنگي، ادرسکن، شینډنډ او پښتون‌زرغون ولسواليو کې اجازه نه ورکوي چې کور په کور د پوليو ضد واکسين کمپاين پيل شي.

اصف کبیر خبرداری ورکوي، که چېرې ناامنۍ او طالبان د واکسين د تطبيق مخه ونيسي، ډېر ماشومان به تل لپاره فلج شي.

د نوموړي په وينا، ټاکل شوې هرات کې د پوليو ضد واکسين په دې پړاو کمپاين کې ۶۵۴ زره ماشومان چې عمرونه يې له ۵ کلونو کم دي، واکسين شي.

د هرات د والي مرستيال نور احمد حیدري وايي، دوی هيله لري چې د قومي مشرانو په منځګړيتوب وکولای شي ناامنو ولسواليو کې هم د پوليو ضد واکسين تطبیق کړي.

ټاکل شوې هرات کې د روانې سنبلې مياشتې په ۲۴مه نېټه د دوشنبې په ورځ د پوليو ضد واکسين  د تطبيق کمپاين پيل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام