د دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو ترمنځ لومړنۍ رسمي غونډه

په قطر کې د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي د مصالحې عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره په ګډې خبري ناسته کې وویل چې د افغانانو ترمنځ د خبرو پیلېدو له پرانېست‌غونډې وروسته د دولت او طالبانو د پلاویو ترمنځ لومړنۍ رسمي غونډه جوړه شوې ده.

د ستانکزي په خبره، په دې غونډه کې د دواړو خواوو ترمنځ پر ځینو لومړنیو مسایلو هوکړې هم شوي چې د تماس ډلې جوړېدل یې یوه هغه ده.

نوموړی وايي، دواړو لوریو د خبرواترو پر اصولو او د بحث وړ موضوعاتو د پیل پر څرنګوالي هم هوکړې شوي چې نن ورته د دولت او طالبانو مرکچي پلاوي چمتووالی نیسي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمدنعیم بیا وايي چې د دواړو لوریو د تماس ډلې تر اوسه کومه رسمي غونډه نه ده کړې.

د نوموړي په وینا، کله چې د تماس ډله په خپلو کې سره کېني، د دواړو لوریو د مرکچي پلاویو د ناستې لپاره به لار هواره کړي.

د یادونې ده چې د دولت او طالبانو مرکچي پلاویو د تماس ډلې لپاره پنځه‌-‌پنځه کسان ور پېژندلي دي.

محمدمعصوم ستانکزی د افغان دولت د ډلې مشري کوي او ټاکل شوې وه چې نن به په خپلو کې سره کېني او د دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو ترمنځ د خبرواترو پر اجندا چې ښايي سبا پیل شي، بحث وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام