له بېګاه راهیسې په شپږو ولایتونو کې ۳۷ سرتېري وژل شوي اوګڼ‌شمېر نور ټپیان دي

د سلام‌وطندار موندنې ښيي چې له بېګاه راهیسې د هېواد په شپږو ولایتونو کې ۳۷ افغان ځواکونه وژل شوي او ګڼ‌شمېر نور ټپیان دي.

افغان ځواکونو ته دا مرګ‌ژوبله په میدان وردګ، کندهار، کندوز، بلخ، بامیان، تخار او کاپیسا ولایتونو کې اوښتې ده.

په میدان وردګ ولایت کې د سلام‌وطندار خبریال د دغه ولایت د والي ویاند محب‌الله شریفزي له خولې لیکلي چې وسله‌والو طالبانو تېره ورځ ناوخته د مرکز میدان‌ښار په ده‌افغانان سیمه کې د افغان ځواکونو پر مرکزونو ډله‌ییز بریدونه کړي وو چې په پایله کې یې څلور سرتېري وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

محب‌الله شریفزي ویلي، د افغان ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې ۲۶ طالبان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي، خو په وینا یې، اوس جګړه ارامه ده.

هاخوا د کندهار ولایت د والي ویاند بهیراحمد احمدي سلام‌وطندار ته ویلي، طالبانو تېره ورځ د دغه ولایت په معروف ولسوالي کې د افغان ځواکوو پر پوستو بریدونه کړي وو چې اووه پولیس په‌کې وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

خو په کندهار کې یوه حکومتي سرچینه د نوم نه خپرولو په شرط په معروف ولسوالي کې د وژل شویو پولیسو شمېر ۱۲ او د ټپیانو هم لس یادوي.

دغه راز وسله‌والو طالبانو بېګاه د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالي په محب‌خېلو سیمه کې هم پر امنیتي پوستو بریدونو کې پنځه سرتېري وژلي دي.

د کاپیسا د پولیسو ویاند شایق شورش د دغه خبر پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې د تېرې شپې په جګړو کې وسله‌والو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې، خو د کره شمېرو په اړه یې معلومات نه لري.

په کاپیسا کې بیا ځینې ولسي سرچینې د دغه ولایت په تګاب ولسوالي کې د وژل شویو پولیسو شمېر نهه کسان یادوي.

هاخوا له بلخ ولایت نه رارسېدلي خبرونه ښيي چې وسله والو طالبانو بېګاه د دغه ولایت د بلخ ولسوالي په پلاس‌پوش سیمه کې هم د ملي امنیت پر ځواکونو بریدونه کړي وو چې پنځه سرتېري په‌کې وژل شوي دي.

د بلخ د والي ویاند منیراحمد فرهاد وايي، طالبانو د تېرې شپې په برید کې د ملي امنیت درې سرتېري له ځانه سره ژوندي بیولي دي.

په بلخ ولسوالي کې ځینې ځايي سرچینې وايي، طالبانو په بېګانیو بریدونو کې د ملي امنیت پوسته نیولې او ټول مهمات یې ترې وړي، خو د بلخ د والي ویاند دا خبر نه مني.

د بلخ په ګاونډ کندوز کې هم د حکومت او طالبانو ترمنځ په جګړه کې دوه سرتېري او ۱۲ طالبان وژل شوي دي.

یوې حکومتي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي چې وسله‌والو طالبانو بېګاه د کندزو ښار په درېیمه امنیتي حوزه کې پر یوې پوځي اډې برید کړی و چې له امله یې د دواړو لوریو ترمنځ اووه ساعته جګړه شوې ده.

سرچینه وايي، په یاده نښته کې دوه سرتېري او ۱۲ طالبان وژل شوي دي. د ۲۱۷ پامیر قول‌اردو ویاند عبدالهادي نظري وايي، سیمې ته د افغان تازه دمو ځواکونو په رسېدو سره طالبانو شاتګ کړی، خو په جګړه کې یې ۱۲ جنګیالي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

د یوه بل خبر له مخې، په تخار ولایت کې هم د حکومتي ځواکونو او طالبانو په جګړه کې اته سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

په تخار کې یوه حکومتي سرچینه وايي، دغه جګړه د یاد ولایت د دښت‌کلا ولسوالي په نواباد سیمه کې هغه مهال ونښته چې طالبانو پر افغان ځواکونو بریدونه وکړل.

په بامیان ولایت کې هم د طالبانو په برید کې دوه سرتېري وژل شوي دي.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ادعا کوي چې طالبانو په تېرو دوو اوونیو کې ۹۸ ملکي وګړي وژلي او ۲۳۰ نور یې ټپیان کړي دي.

طالبانو تر اوسه د حکومت د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

پر افغان ځواکونو د طالبانو بریدونه او ملکي وګړو ته د مرګ‌ژوبلې اوښتل په قطر کې د دولت او طالبانو د سولې خپلمنځي خبرو له پیلېدو سره هم‌مهاله ډېر شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام