.jpg)
د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې روزونکی بشیر ترکی وایي، افغان تکواندو فدراسیون هیلهمند دی، چې د تکواندو نړیوال فدراسیون لهخوا راتلونکو ورځو کې د هېوادونو کومه درجه بندي اعلانیږي افغانستان به د زیات شمېر هېوادونو څخه مخکې شي.
د نوموړي په وینا، څو کاله مخکې د ډنمارک په کوربتوب تکواندو نړیوالو سیالیو کې د افغانستان تکواندو لوبغاړو د ښه ځلېدو له کبله د دې لوبې د ۷ مقام ته رسېدلی و؛ اوس حالات بدل دي او په ۱۷۵ مقام کې ځای لري.
نوموړي تمه وښوده، چې د کوریا په نړیوالو او ازادو تکواندو سیالیو کې د افغان لوبغاړو ښه ځلېدو له کبله به اوس افغانستان د تکواندو په نړیواله درجه بندۍ کې مخکې لاړ شي.
د کوریا په کوربتوب د تکواندو په نړیوالو سیالیو او د کوریا په ازادو تکواندو سیالیو کې له لوبېدو وروسته د افغانستان تکواندو ملي لوبډله په تود هرکلي کې هېواد ته راستنه شوه.
.jpg)
د افغانستان تکواندو فدراسیون روزونکي بشیر ترکي هېواد ته له راستنېدو سره وویل، افغان لوبغاړو په دې سیالیو کې بهترینه لوبې وکړې او د پخوا په پرتله ښه وځلېدل.
د نوموړي په وینا، د دوی لوبغاړو په بېلابېلو وزونونو کې د کوریا په دواړو لوړه کچه سیالیو کې د امریکې، سعودي عربستان، اسرایل، اسټرالیا، ماکاو، ایتیوپیا، لیتوانیا، روسیې او سلومون جزیرې لوبغاړو ته ماتې ورکړې.
هغه زیاته کړه، د سیالیو پرمهال افغان لوبغاړي بیا د کوربه سویلي کوریا، برازیل، انګلستان او روسیې هطوادونو د لوبغاړو په وړاندې ماتې وخوړې او له مخکې تګ بې برخې شول.
د افغانستان تکواندو فدراسیون د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ د افغانستان لهپاره المپیکي مډال ګټونکي روح الله نیکپا ته هم بختورې وې، چې په بریاوو سره یې د نړۍ په ۳۲ بهترینه تکواندو لوبغاړو کې ځای خپل کړ او دغه راز د کوریا ازادو تکواندو سیالیو د ۱۰۰ لوبغاړو په ډله کې د ۵ مقام په ګټلو بریالی شو.





