د کندوز امنیتي مقامات وايي، چې په دغه ولایت کې د امنيې قوماندان په امر د څو امنیتي مقاماتو دندې تعلیق شوې دي.
د راپورونو پر بنسټ، په دغو چارواکو کې د کندوز درېيمې امنیتې حوزې امر، مرستیال، د بلوک قوماندان، د جنايي او تروریزم مدیرانو دندې ځکه ځنډول شوي، چې دوی په خپلو وظایفو کې غفلت کړی و.
د کندوز د امنيې قوماندان لهخوا دغه اشخاص نظامي څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي دي.
د کندوز د والي ویاند نعمتالله تیمور سلاموطندار ته د دغه خبر د تایید ترڅنګ وايي، چې د کندوز ولایت د امنیت ریاست هم د ولایت په کچه ځينې لوړ پوړي چارواکي له دندو ګوښه کړې دي.
راپورونه وايي، چې د یاد ولایت په مرکز کې د ښاري مدیر او د دغه ریاست درې امران يې له دندو ګوښه کړي او پر ځای يې نوي اشخاص ګومارلي دي.
د دغو اشخاصو د منفک کېدو دلیل په کندوز ښار کې د ناامنیو او په ښار کې د قتلونو او ترورونو زیاتېدا ویل شوی دی.
د تیمور پر خبره، له هغه وروسته چې په کندوز ولایت کې قتلونه، اختطافونه او ترورونه زیات شول، نو د د دغه ولایت والي ټولو اړوندو ارګانونو ته خبرداری ورکړی و، چې د غفلت په صورت کې به يې له دندو لرې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن هم په کندوز ولایت کې ناپېژاندو وسلهوالو ۲ پولیس په ډزو ووژل او یو يې ټپي کړ.
څو ورځې وړاندې د کندوز د ولایتي شورا غړو حکومت ته خبرداری ورکړی و، چې په امنیتي مقاماتو کې بدلون او اصلاحات را نه وړي، نو دوی به لويې لارې د اعتراض په ډول بندې کړي.