
د ولسمشر لومړي مرستیال او د جنبش اسلامي ګوند مشر جنرال عبدالرشید دوستم، د اجرایوي ریاست دویم مرستیال او د وحدت ګونډ مشر محمد محقق، د بلخ والي او د جمعیت ګوند اجرايوي ریيس عطامحمد نور د ترکيې پلازمېنه انقره کې د دوی خبرو اندېښنې راپورته کړي دي.
داسې انګېرل کېږي، دغه ۳ سیاسي پېژندل شوې څېرې د ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت په ضد د نوي ایتلاف په لټه کې دي.
په دې تړاو یو شمېر سیاسي شنونکي او د ولسي جرګې غړي په دې اند دي، چې دغه ډول ایتلافونه ریښتیني نه دي او د حکومت په مقابل کې یې یو مانور او سیاسي فشار بولي.
د ولسي جرګې غړی عارف رحماني وايي، د دې ګوندونو ایتلاف به تکتیکي او د کمې مودې لهپاره وي.

سیاسي کارپوه انتظار خادم سلام وطندار ته وویل، د دغه ډول ایتلافونو رامنځته کول نه یوازې د افغانستان په زیان دي، بلکې د ننه په حکومت کې هم د خپل سرۍ لامل ګرځي.
یو بل سیاسي شنونکی لیاقت علي امیني هم دغه ډول حرکت یو ډول فشار بولي او وايي، چې دا حرکتونه ډېر له بهرنیو هېوادونو څخه کنټرولیږي.
د کتونکو په اند که حکومت د دغو موضوع ګانو په اړه له جدیت کار وانه خلي حالت به نور هم ګډوډ شي.
امیني وايي، چې ډېر هېوادونه په افغانستان کې د پېژندل شویو کسانو سره ولاړ دي تر څو دغه کسان د ایتلافونو په بڼه د حکومت په ضد را پورته کړي.
له دې مخکې هم د جنبش، جمعیت او د وحدت ګوندونو په خپلو کې ایتلافونه کړي وو، خو له مودې راوروسته بېرته وشیندل شول.





