بدخشان: ولسمشر له وسله‌والو سره په روژه کې د اوربند حکم کړی

د بدخشان امنیتي چارواکي وايي، چې د ولسمشر له لوري حکم صادر شوی، چې دوی به د روژې مبارکې میاشتې په خاطر پر وسله‌والو تعرضي بریدونه نه کوي.

چارواکو زیاته کړې، چې د دغه حکم پر بنسټ به دوی تر ډيره دفاعي حالت غوره کوي.

د بدخشان امنیه قوماندان عبدالخالق آقسای سلام‌وطندار ته وویل، چې په ټوله کې ولسمشر داسې حکم صادر کړی، چې تر ډيره به د روژې مبارکې میاشتې ته د درناوي په پار اوربند ته غاړه کيږدي.

غفوري وویل، که وسله‌وال مخالفین د ولسمشر دا حکم  ومني او په روژه کې اوربند وکړي، نو افغان ځواکونه به هم اوربند عملي کړي.

په همدې حال کې د چارو کتونکي بیا د افغانستان شرایطو ته په کتو  یو اړخیز اوربند ګټور نه‌بولي او وایي وسله‌وال مخالفین، دیني ورځو ته درناوی نه‌لري، بلکې له هرې موقع نه ګټه پورته کوی، نو ځکه باید امنیتي او دفاعي ځواکونه د هغوی پر وړاندې اوربند ونه کړي.

د پوځي چارو کتونکی، حی ګل سلیمانخیل وایي، که په دې اوربند کې د دولتي مشرانو کوم پټ سیاسي راز نه‌وي، نو دا به  ګټه و نه‌لري، ځکه مخالفین له هرې موقع ګټه پورته کوي.

د پوځي چارو بل کتونکی جنرال عتیق‌الله امرخیل هم ورته نظر لري او وایي، چې د افغانستان اوسني شرایط ډیر حساس دي او د دولت وسله‌وال مخالفین هیڅ ډول موقع له لاسه نه‌ورکوی، نوځکه باید  افغان ځواکونه د اوربند په نوم غافل‌ګیره نه‌شي او د مخالفینو پرضد خپل عملیات جاري وساتي.  

په پخوانیو نظامونو کې به هم کله نا کله د دیني یا نورو ملي ورځو په مناسبت افغان ولسمشرانو پر خپلو وسله‌والو مخالفینو د اوربند غږ کاوه، خو د عملي کیدو بیلګې یې ډیرې کمې  لېدل شوې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام