د سپین بولدک ـ چمن لار له ۲۲ ورځو وروسته خلاصه شوه

په سپین بولدک کې د افغان سرحدي ځواکونو کمیسار سمونوال محمد شریف غرزي سلام وطندار ته وویل، د سپین بولدک ـ چمن لار تېره ورځ ناوخته د افغان او پاکستاني سرحدي مسوولینو له‌خوا پرانیستل شوه.

د غرزي په خبره، دغه لار بې له کوم شرطه د خلکو او موټرو د تګ را تګ په مخ خلاصه شوې ده.

د سپین بولدک ـ چمن لار شاوخوا ۲۲ ورځې مخکې د افغان او پاکستان سرحدي ځواکونو د جګړې له امله تړل شوې وه، چې د ډېورنډ فرضي کرښې دواړو خواوو ته سوداګرو، مسافرو او ناروغانو ته یې ډېرې ستونزې جوړې کړې وې.

د ریپوټونو له مخي، هره ورځ د دې لارې پرسر شاوخوا ۲۵ زره کسانو تګ را تګ کولو.

د سپين بولدک – چمن لارې بندېدو په کندهار کې د زیاتو خوراکي توکو بیې لوړې کړې وې.

یو تن مسافر حاجي غمي د ټیلیفون پرکرښه سلام وطندار ته وویل، د درملو اخیستلو له‌پاره د بلوچستان ایالات ته تللی دی.

دی وايي، د لارې بندېدو له امله یې تر ۲ اوونیو زیات وخت په چمن ښارګوټي کې د لاري د خلاصون په امید تېر کړی دی.

دی وايي، خوښ دی، چې د سپین بولدک ـ چمن لار پرانیستل شوه او اوس به خپلې کورنۍ سره یوځای شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام