
لاریونوالو د ځمکو د غصب د مخنیوي په پار د لوګر ولایت د محمد اغې ولسوالۍ په پوله د کندهاریو سیمه کې د کابل ـ لوګر لاره وتړله.
دغو لاریونوالو چې شمېر يې شاوخوا ۵۰۰ تنو ته رسېد؛ پهدې ولایت کې له دولته د ځمکو د غاصبینو د محاکمې غوښتنه وکړه.
یو شمېر لاریونوالو سلام وطندار ته وویل، چې په لوګر کې د ځمکو غصب ورځ تر بلې زیاتېږي او ګواښ يي وکړ، که دولت د دې مخه ونهنیسي؛ خپلو لاریونونو ته به دوام ورکړي.
دولت او نورو اړوندو خواوو تر اوسه پهدې اړه نظر نهدی څرګند کړی.
هاخوا بیا طالبانو د بغلان پلخمري په یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې له امله یې د بغلان ــ بلخ لاره تړل شوېده.

دغه بریدونه د چشمهيشېر عمرخېلو په سیمه کې شوېدي.
بغلان کې یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې طالبانو پهدې لاره امنیتي پوستې نیولې دي.
خو د بغلان امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیحالله شجاع وايي چې طالبان په شاه تمبول شويدي.
بل خوا ویل کېږي، چې پهدې برید کې د بغلان امنیې قوماندانۍ د امنیت امر ساتونکي وژل شوی؛ خو ښاغلی شجاع زیاتوي، پهدې برید کې امنیتي ځواکونو ته مرګ و ژوبله نهده اوښتې.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.





