.jpg)
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، کابل ته د حزب اسلامي امیر ګلبدین حکمتیار له راتګ سره سم د دې حزب یو شمېر وسله والو په ښار کې په زور ښودنې سره خلک ووېرول.
د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکو پر خپلو ټولنیزو پاڼو داسې انځورونه خپاره کړي، چې د حزب اسلامي تر بیرغ لاندې یو شمېر وسله وال په ښار کې تګ راتګ کوي.
دغه ښاریان وايي، له افغان حکومت سره د حزب اسلامي د سولې تړون موخه سوله ده، نه پوځی زور ښودنه.
په دې اړه د کابل ښار دوو اوسېدونکو نعمت الله او فریدون سلام وطندار ته وویل، چې د حزب اسلامي اړوند وسله والو د دوی د امیر راتګ سره سم په ښار کې پوځي مانور وښودلو او دا چاره په ځوانانو بد اغیز کوي.
د کابل دغه اوسېدونکي وايي، نور له جګړې او پوځي حالاتو ستړي دي.
.jpg)
خو د حزب اسلامي ویاند نادر افغان سلام وطندار ته وویل، دغه حزب هېڅ ډول پوځي مانور نه دی کړی او یوازې د ګلبدین حکمتیار ساتونکو سره وسلې وې.
افغان وايي، د ګلبدین ساتونکي وسله والو د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې دندې لري.
نادر افغان وايي، اسلامي حزب له دولت سره د سولې هوکړې له مخې خپلې وسلې دولت ته تسلیم کړلي دي.
ومو غوښتل په دې اړه د کورنیو چارو وزارت نظر ولرو؛ خو د پرلپسې اړیکو سره، سره ځواب رانه کړل شو.
د ریپوټونو له مخې، په افغانستان او پلازمینه کابل کې د خپل سره وسله والو ډلو ګرځېدل راګرځېدل کومه نوې خبره نه ده؛ په بېلابېلو مناسبتونو لکه د شهید اوونۍ، د محرم لسمه او نورو کې خپل سري او ناقانونه وسله وال لیدل شوي، چې کله ناکله یې مرګ ژوبله او ورانی هم کړی دی.





