یوه پخواني طالب خپله معشوقه ووژله

په سرپل ولایت کې یو پخواني طالب خپله مخکېنۍ معشوقه او د هغې مېړه یې په ګولیو وویشتل او وروسته یې ځان وژنه وکړه.

دغه طالب پنځه میاشتې مخکې د سولې له بهیر سره یوځای شوی و.

پېښه د سرپل ښار اړوند په سیداباد کلي کې را منځته شوې ده.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني وايي، کله چې دغه پخوانی طالب د خپلې معشوقې له واده‌کولو خبریږي؛ سمدستي د سولې بهیر سره یو ځای کېږي او د دواړو د وژلو اراده کوي.

د اماني په خبره، پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده.

د ريپوټو له مخې تېره دوشنبه هم په دې سیمه کې یوه ښځه د ناپېژندو وسله والو له لوري وژل شوې وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام