بغلان کې د شاګردانو بې‌کتابه تدریسي میاشت؛ خو کتابونه يې بازار کې خرڅيږي

په بغلان کې ځينې کورنۍ شکایت کوي، چې د دوی په ښوونځيو کې درسي کتابونه نه‌دي ویشل شوي او زده‌کوونکي يې له تېرې یوې میاشتې راهیسې پرته له درسي کتابونو ښوونځیو ته ورځي.

د بغلان ولایت پلخمري ښار د زده کوونکو یو شمېر کورنۍ په دغه ولایت کې پر زده کوونکو په نا انډوله توګه د کتاب پرویشلو انديښنه ښيي او وايي، چې د ښوونځي ډیر کتابونه د ښار په کتاب پلورنځيو کې پلورل کیږي.

د زده کوونکو د کورنيو یو شمیر يې د یاد  تور پورې کوي، چې د دغه ولایت پوهنې د ریاست کارکوونکي په قاچاقي ډول درسي کتابونه په بازارونو کې په کتاب پلورونکو خرڅوي.

د یو زده کوونکي پلار محمد غني سلام وطندار ته وویل، چې د ښوونځي ښوونکي يې بچیان ګواښي تر څو کتابونه له ښاره وپيري.

د بغلان ولایت مدني فعال عبدالفتاح عطايي هم وايي، چې د هېواد د پوهنې کتابونه چې په لوړ کیفیت چاپ شوي دي په کمه بیه د ښار کتاب پلورونکو ته ورسیږي چې دا کار د زده کوونکو د کورنیو د اقتصادي زیان لامل ګرځي.

د عطايي پروینا، ډیری کورنۍ خپلو بچیانوته د کتاب پیرلو توان نه لري او د دې کار په دوام سره به ډیر زده کوونکوي له لیک لوست پاتې شي.

د بغلان ولایت یو زده کوونکی عبدالله وايي، چې د ښوونځي کتابونو يي د ځينو خپلوانو له خوا چې د پوهنې ریاست کې دنده لري ترلاسه کړي او نور ټولګي وايي چې پيژندګلوي ونه لري اړ دي چې د ښار له کتاب پلورنځيو کتاب وپيري.

د رامش په نوم یو زده کوونکی وايي، چې کورنۍ يې ورته ۱۶ جلده کتابونو پيسې پور کړې دي:

په همدې حال کې د بغلان ولایت د پوهنې رییس غلام محي الدین پيکان حیدري  سلام وطندارته وویل چې د دغه ولایت پر ۸۰ سلنه زده کوونکو کتابونه ویشلي دي خو زیاتوي چې دغه کتابونه په انډوله توګه نه دي ویشل شوي.

هغه وايي چې په ښار کې د کتاب پلورلو مخنیوي په موخه جدي هوډ لري.

 د بغلان ولایت د پوهنې ریېس زیاتوي، چې پوهنې وزارت په هرو درېیو کلنو کې کتابونه ویشي او دوی سږ کال د ۵۰۰ ښوونځيو چې له منځني تر لیسې دورې پورې شاملې دي د یومیلیون ۶۱ زره ۳۹۰ جلده د اړتیا وړ کتابونه لري.

دغه راز، اندیښنې شته چې ډيری خصوصي ښوونځي د اړتیا وړ کتابونه له قانوني پړاو سرته رسولو پرته دولتي ښوونځيو له پاره دولتي کتابونه له ښار څخه په کمه بیه ترلاسه کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام