د پکتیکا ولایت سناتوران، د ولایتي شورا استازي او قومي مشران وايي د پاکستان څارګره اداره د دغه ولایت په ګومل، شکین او ګوملي سیمو کې خلک هڅوي، چې د خپلو سیمو او کورونو شاوخوا ځنګلونه ووهي او لرګي يې هم ځانته واخلي.
د راپورونو پر بنسټ، د پاکستان استخباراتي منسوبینو د دغو سیمو قومي مشرانو او اوسيدونکو ته خبرداری ورکړی، که چېرې ځنګلونه و نه وهي، نو دوی به يې د وهلو اقدام وکړي او لرګي به بیا هم نهورکوي.
په مشرانوجرګه کې د پکتیکا د خلکو استازي جمعهالدین ګینوال وايي، د پاکستان څارګره اداره غواړي، چې په پکتیکا ولایت کې د خپلو شومو اهدافو د پلي کیدو له پاره ځنګلونه له منځه یوسي.
نوموړي وویل، سیمي ته "آې، ایس، آې" په ډیر شمیر کې لوبیا، دال راوړي او خلکوته يي په دې پلمه ورکوي چې ځنګلونه قطع کړي.
» د راډانوپه سیمه کې د ګیبه د غره په لمن کې چې د خروټوسیمه ده. دلته يي په موټرو، موټرو لوبیا، دال راوړي دي؛ خلک دعوت کوي چې تاسو د افغانستان په خاوره کې یوکیلومتر ځنګل ووهئ، تاسوته په بدل کې لوبیا، دال او وریژي درکوو»
د پکتیکا ولایتي شورا وکیل نعمتالله بابري هم له سلام وطندارسره په خبروکې دا ومنله، چې په برمل شکین اوګوملې ولسوالیو کې د پاکستان مېلشه ځواکونو، په سیمه کې له قومونو غوښتلي چې کمه ترکمه دوه کیلیومتره ځنګلونه ووهئ او د سوند لرګي يي یوسئ.
نوموړي وویل چې په سیمه کې ځنګلونه زیات دي؛ پاکستاني مېلشه ځواکونه د ویرې احساس کوي، نو په همدې پلمه يي د ځنګلونو قطع کولو پلان نیولی دی.
» دبرمل، شکین، اوګوملې ولسوالیو مشرانو په عیني ډول باندې موږ ته وویل، پاکستانیانوراته ویلي دي کچیرې یوکلیومتر یا یونیم کیلومترځنګلونه تاسې خپله قطع کوئ لرګي يي تاسې یوسئ. که چیرې تاسو يي نه قطع کوئ موږ يي قطع کوو.بیا د ځنګل د سوند لرګي اونور مواد يي موږ اخلو«
په جنوب ختیځو ولایتونو کې د سرحدي پولیسو قوماندان جنرال رازمحمد مندوزی هم تاییدوي، چې پاکستاني ملېشه ځواکونه غواړي، چې د پکتیکا ولایت په ځیني سرحدي ولسوالیو کې ځنګلونه پرې کړي، خو نوموړی وايي، چاته به اجازه ورنه کړي چې یوه لویشت ځنګل هم ووهي.
«د پاکستاني ځواکونو سره مو دوه ورځې مخکې جلسه درلوده، په هغې کې هم دوی وویل، چې موږ د بریدونو له امله، دا مخامخ ځنګلونه قطع کوو.موږ ورته وویل چې ستاسو ځنګلونه ستاسو پورې تړاو لري. خو زموږد ځنګلونو وهلواجازه نشته، چې څوک ګوتې هم وروړي، ځکه ځنګلونه یواځې دولتي نه بلکې د خلکو هم دي.«
په همدې حال کې د پکتیکا ولایت والي محمد الیاس وحدت سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د ډيورنډ کرښې دېخوا پراته قومونه افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته ژمن دي او د حکومت ترڅنګ به پاکستاني ځواکونو ته د ځنګلونو د وهلو اجازه ور نه کړي.
د هوايي بریدونو او په ډيورنډ کرښه د نورو قانوني سرغړونو ور اخوا دا له خپل نوعیت له مخې لومړی هغه دی چې پاکستاني لوری د ځنګلونو د وهلو لمسونې پیل شوي دي.