د برېښنايي پېژڼدپاڼو پخوانیو کارکوونکيو اعتراض وکړ

د برېښنایي پیژندپاڼو د وېش ادارې شاوخوا ۲۰۰ پخواني کارکوونکي ‌نن سه‌شنبې د (مارچ پر ۲۸مه) په کابل کې د ولسي جرګې مخې ته د اعتراض په ډول راټول شوي وو.

دغه اعتراضګر د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش اداره په فساد تورنوي، وایي، سره له دې چې دولت پر دوی ډېره پانګونه کړې او په دې برخه کې درې کلنه تجربه لري؛ خو بیا هم د نامعلومو دلایلو پر بنسټ له دندو ګوښه شوي دي.

دوو تنو اعتراضګر ضیاالدین بیدار او شکېبا سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، کله چې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش لړۍ ودرېده؛ دوی په کور کېناستل؛ خو ټولو ته یو مکتوب ورکړل شو او په کې راغلي وو، که چېرې دغه بهیر بیا پیلېږي؛ دوی ته به بېرته خپلې دندې ورکړل شي؛ خو پر وینا یې، اوس د دوی په ځای نوي کسان ګومارل کېږي.

د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش ادارې ګوښه شوي کارکوونکي په ټینګار سره وايي، چې په‌دې اداره کې ګورمارل کېدونکي کسان د حکومت د لوړپوړیو چارواکیو په واسطو او خپلوۍ ګمارل کېږي.

دغه اعتراضګر دا هم وايي، که چېرې د ولسي جرګې غړي د دوی غوښتنه په پام کې ونه‌نیسي؛ دوی به په محکمه کې قانوني قضیه پرانیزي.

خو بل پلو د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش ادارې رییس همایون محتاط سلام وطندار سره په خبرو کې د اعتراضګرو ادعاوې ردوي، وايي چې تر اوسه په دې اداره کې ګومارنه نه‌ده پیل شوې او که پیل هم شي؛ نو لومړیتوب به پخوانیو کارکوونکیو ته ورکوي.

پخوا هم داسې اوازې خپرې شوې وې، چې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش په بهیر کې ځېنې کړۍ هڅه کوي، چې په دې اداره کې خپل خاص کسان وګوماري؛ خو اوسمهال د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش اداره دغه اوازې بې‌ځایه بولي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام