بادغیس کې یو سیمه‌ییز قوماندان د یو پخواني سناتور د کور په ګډون ۸۵ کورونو ته اور اچولی

د بادغیس ولایت د ولایتي شورا یو شمېر وکیلان د دې خبر په تایید سره وايي، چې تېره ورځ ناوخته مهال د دې ولایت د جوند ولسوالۍ د الله یار سیمې په «پای چنګ، آب خزه او مینه بام» کلیو کې یو سیمه‌‌ییز قوماندان د یو پخواني سناتور د کور په ګدون ۸۵ کورونه سوځولي دي.

د بادغیس د ولایتي شورا یو وکیل خان‌جان ظفر سلام‌وطندار ته وویل، چې د ملاګل‌ محمد په نامه یو سیمه‌ییز قوماندان د دې ولایت د یو پخواني سناتور محمد الله یار د کور په شمول دغو شمېر کورونو ته اور اچولی دی.

ښاغلی ظفر د دې غیرمسوول قوماندان له‌خوا د کورونو سوځولو پېښه، د سناتور او د قوماندان ترمنځ خپل‌منځي اختلافات بولي.

د ولایتي شورا د غړي پر وینا، اوس‌مهال د بادغیس د جوند ولسوالۍ هغه اوسېدونکي چې کورونه یې سوځول شوي؛ د ولسوالۍ د مرکز شاوخوا کلیو ته کوچېدلي دي.

د بادغیس د والي ویاند ظاهر بهاند د دې پېښې په اړه ناخبري ښيي.

د «الله یار» سیمه د جوند ولسوالۍ سره په ۴۰ کیلومترۍ کې پرته ده، چې د غور ولایت سره شریکه پوله لري او ډېرې برخې یې د وسله‌والو طالبانو په لاس کې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام