عطامحمد نور د عبدالله نه د ملاتړ په‌پار له خلکو بښنه وغوښتله

د بلخ والي عطامحمد نور په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د ډاکټر عبدالله عبدالله نه د ملاتړ په پار له ټول افغان‌ولس نه بښنه وغوښتله.

نوموړي، چې د مارشال محمد قسیم فهیم په درېيم تلین کې خبرې کولې؛ د دغو څرګندولو سره هم‌مهاله پر اجرایوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله توندې نيوکې وکړې.

هغه زیاته کړه، چې د عبدالله کړنې پټې دي او دا د دوی د حزبي ژمنو خلاف کړنه ده.

د نوموړي په خبره، له تېرو دوو کلونو راهیسې اجرایوي ریاست د خلکو د رایو سره معامله روانه کړې ده.

له بل لوري عطامحمد نور په کابینه کې له وروستیو تعیناتو شکایت کړی او ویلي یې دي، چې د خلکو له رایو سره د معاملې مخنیوي په موخه به وروسته قوي سیاسي رقابت پيل شي.

نوموړي زیاته کړه، چې په کابینه کې د ځېنو خلکو ګومارنې د جمعیت حزب یو له سرو کرښو بلل کېدلې؛ خو پرته له‌دې چې د دوی خبرې په پام کې ونیول شي، دغه ګومارنې شوې دي.

ومو غوښتل چې په‌دې اړه د اجرایوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د مطبوعاتي ډلې نه نظر واخلو؛ خو له څو ځلي اړیکو نه وروسته بیا هم ونه توانېدو، چې نظر یې واخلو.

د ویلو ده، چې په تېر ۹۳م ولسمشریزو ټاکنو کې عطامحمد نور له اوسني اجرایوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله څخه ټينګ ملاتړ کړی و.

هغه تر ډيره بریده پر ډاکټر عبدالله عبدالله ولاړ و او ان تر دې، چې د ځېنو انقلابونو د پېلېدو خبر يې هم ورکړی و.

په ولسمشریزو ټاکنو کې د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني او اجرایوي مشر عبدالله عبدالله ترمنځ سختې ناندرې رامنځ ته شوې، چې هېواد يې یو لوی ناورین ته نږدې کړی و، چې له امله یې د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما د کابیني د بهرنیو چارو وزیر جان کري په منځګړیتوب د سیاسي هوکړې له مخې محمد اشرف غني ولسمشر او ډاکټر عبدالله عبدالله اجرایوي رییس اعلان شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام