د کابل په ننني برید کې ۳۰ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول

د پلازمينې کابل ښار پر شهید سردار محمد داودخان روغتون د ننني ځانمرګو بریدونو له امله ۳۰ تنه ووژل شول او ۵۰ نور ټپيان شول.

راپورونه وايي، چې په وژل شویو او ټپيانو کې نظامي ډاکټران، ټپي سرتېري، پایوازان او نور شامل و.

د امنیتي مسوولینو پر وینا، وروسته له هغه چې یوه ځانمرګي بریدګر د روغتون په دروازه کې ځان ته چاودنه ورکړه، نو د نورو له‌پاره يې د برید کولو زمینه برابره کړه.

بریدګر په ټوپکو او لاسي بمونو سمبال و، چې پر ناروغانو او برید کوونکو يې ډزې کولې.

د برید په اړه د سلام‌وطندار لومړی راپور

خبري سرچینې وايي، چې نن چهارشنبې شاوخوا ۹ نیمې بجې د کابل په سردار محمد داود خان ۴۰۰ بیستریز روغتون وسله‌وال برید شوی دی.

د معلوماتو له‌مخې، لومړی د روغتون په لویه دروازه کې ځانمرګی برید شوی او له هغه وروسته څلور وسله‌وال روغتون ته ورننوتي دي.

اخوا د سیمې نه یو عیني شاهد سلام‌وطندار ته وویل، چې لومړۍ چاودنه د روغتون په شمالي دروازه او دويمه او درېيمه په څلورم او درېيمو منزلونو کې شوې او ډزې روانې دي.

لومړني معلومات ښيي، چې بریدګر د روغتون دویم پوړ ته هم ختلي؛ خو د اړولو زیانونو په اړه یې تر اوسه امنیتي ځواکونه څه نه وايي.

اخوا بیا، د عامې روغتیا وزارت د نشراتو مشر محمداسماعیل کاووسي وايي، چې تر اوسه د بریدونو له امله ۳ تنو مړي او  ۵۴ تنو ټپيان ور وړل شوي دي. 

د سلام‌وطندار خبریال له سیمې وايي، چې په روغتون کې بند پاتي ډاکټران او ځېنې ناروغان د روغتون اخرني پوړ ته پورته شوي دي.

د طالبانو ویاند په خپله ټويټر پاڼه کې د برید پړه نه ده منلې او ویلي یې دي، چې دغه برید د دوی کار نه‌دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام