تخار؛ پر یوه سړي له جنسي تېري وروسته، په مقعد کې يې میخ ټک وهل شوی

  

د تخار ولایت په "ورسج" ولسوالۍ کې یو سړی د یوې کلیوالې نجلۍ سره د جنسي اړیکو په حال کې د کلي خلکو له‌خوا له نیول کېدو وروسته بېرته پرې ډله‌ییز جنسي تېری او بیا يې په مقعد کې میخ هم ټک وهل کيږي.

د معلوماتو پر بنسټ، د نجلۍ سره دوه نارینه وي، خو یوه يې له هغې سره د جنسي اړيکو په حال کې نیول کيږي.

د تخار امنیه قوماندان فقیرمحمد جوزجاني سلام‌وطندار ته وویل، چې دغه دوه سړي له نجلۍ سره د جنسي اړیکو وروسته د پولیسو له‌خوا نیول کيږي، خو د کلي خلک ترې غوښتنه کوي، چې دواړه دې خوشې کړي.

هغه زیاتوي، کله چې د قوماندانۍ څخه دغه دواړه خوشې کيږي، نو د کلي خلکو د یوه په مقعد کې میخ ټک وهي.

د تخار امنیه قوماندان: فقیرمحمد جوزجاني

جوزجاني وايي، چې د دغو دوو نارینه‌و له ډلې یوه يې د نجلۍ سره د جنسي اړیکو په حال کې و، نه دواړه.

خو د هغه پر خبره، کلیوالو چې د یوه په مقعد کې میخ ټک وهلی، نو دا د قانون له‌مخې " ظلم" دی.

د تخارامنیه قوماندان وايي، چې وروسته بیا د دغې کلي اوسیدونکو هغه نجلۍ هم دویم سړي ته په نکاح کړه.

د ورسج ولسوالۍ یو تن اوسيدونکی د محمددین په نوم سلام‌وطندار ته وویل، چې دغه دوه سړي د یادې ولسوالۍ د " قوندوز" سيمې اوسېدونکي دي.

د محمددین پر خبره، د کلي اوسيدونکو د نجلۍ سره له نکاح کوونکي سړي ۶ لکه افغانۍ هم اخیستي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام