تحفة القادریة د مخ‌کتنې پرمهال اطلاعاتو کلتور وزارت ته وسپارل شو

په افغانستان کې د ترکیې مرستندویه ادارې یا ټیکا د تحفة القادریة کتاب مخ‌کتنې سربېره دغه اثر د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته وسپارلو.

د مخ‌کتنې په غونډه کې د ټیکا رییس سلیمان شاهین وویل، تحفة القادریة د پښتو ژبې یو لرغونی اثر دی او د سنان ایلخان په زیار د "ډبلین چسټر بیټي" په کتابتون کې موندل شوی دی.

سلیمان شاهین وايي، دا توصوفي ارزښتمن کتاب د کوردي ژبي لیکل شوي اثر په توګه په اروپا کې ساتل کېدلو؛ کله چې سنان ایلخان "ډبلین چسټر بیټي" کتابتون کې د عثمانیانو زمانې د سلام په اړه په کردي ژبې لیکل شوي اثارو پلټنه کوله، دغه کتاب په لاس ورغی و.

دی وايي، دغه د کوردي ژبي لیکل شوي اثر په توګه په اروپا کې ساتل کېدلو.

د اطلاعاتو او کلتور سرپرسټ وزیر کمال سادات تحفة القادریة لویه سرمایه وګڼله او په دې برخه کې یې د ترکیې له هېواده مننه وکړه.

نوموړي وویل، د دې کتاب په چاپ شمېر کې زیاتوالی راشي او زیاته یې کړه، چې نوییمې لسیزې کې د افغانستان معنوي شتمنۍ زیاته برخه تلان شوې او د بېرته راټولو په برخه کې له هېوادونو د مرستې غوښتنه وکړه.

دغه راز غونډې ته استاد لعل پاچا ازمون د ولسمشر پیغام ولوست. په پيغام کې له دوست هېواد ترکیې په مننې ویل شوي و، چې تل یې افغانانو سره بېلابېلو برخو کې مرستې کړي دي.

د پښتو ژبې لیکوالې او ژورنالیستې صفیه حلیم وویل، دا عرفاني اثر د احمد شاه ابدالي په زمانه کې د صوفي شاعر ابن منیر په قلم ۷۲۲ مخونو کې لیکل شوی او د دې کتاب موندل او بېرته سپارل یې د کلتوري او علمی شتنمۍ په برخه کې لاس ته راوړنه وبلله.

دغه راز د کابل د وزیر محمد اکبر خان جومات خطیب ډاکټر ایاز نیازي غونډې ته وویل، تصوف باید له خرافاتو خلاص کړو او زیاته یې کړه، تحفة القادریة د پښتو له ژور ګرامره هم برخمن دی.

د پښتو ژبې دغه لروغونی ارزښتمن قلمي اثر په ۱۷ میلادي پېړۍ کې پښتو صوفي ابن منیر لیکلی دی.

تحفة القادریة د قادریه طریقي ستاینه، د شیخ عبدالقادر جیلاني مناقب په روان شعري وزن بیانوي. دغه کتاب د ترکیې هېواد پراختیايي ادارې یا ټیکا په مرسته په ۱۳۹۵ هـ ش کال کې چاپ شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام