د دغې ټولنې مسوولین وايي، چې د هېواد والو د تقاضا زیاتوالي له امله د دوی تولیدات هم زیات شوي او اوسمهال هر کال هېواد کې ۴نیم میلیونه جوړې بوټونه تولیدوي.
اوسمهال د بوټونو جوړونې ۲۲ فابریکې د کابل په جوی شیر سیمه کې په کمو امکاناتو سره خپل فعالیت کوي او ډول ډول بوټونه جوړوي.
د تولیدونکو ټولنې رېیس محمد اصف جامي سلاموطندار ته وویل، چې که څه هم په کمو امکاناتو سره فعالیت کوي، خو بازار کې د سیالۍ لهپاره د تولید بېکیفیته توکو له استعماله ډډه کوي.
د جامي پرخبره، دوی هڅه کوي چې د ډيزان له پلوه د نورو هېوادونو سره سیالي وکړي اود کورنیو بوټونو لهپاره هېواد کې ښه بازار پيداکړي.
جامي ټينګار کوي، چې که حکومت د کورنیو بوټونو تولید ملاتړ وکړي دوی به هر کال ۱۰ میلیونه جوړې بوټونه تولید کړي.
هغه زیاته کړه: "۴ کاله مخکې موږ هر کال یو میلیون جوړې بوټونه تولید لرلو، خو اوسمهال تر ۴ نیم میلیونه د بوټونو تولید لرو دغه یو زیاتوالی او زموږ کار ښايي".
د بوټونو د تولید یوې فابریکې کار کوونکی غلامنبي له حکومته غواړي، چې د کورنیو بوټونو د تولید د ودې، بهرنیو بوټونو پرتولید دې تعرفه لوړه کړي تر څو وکولای شي د هېواد په بازارونو کې له بهرنیو تولیداتو سره سیالي وکړي.
دغه راز، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت معین قربان حقجو د کوچنيو او منځنیو تشبثاتو ته وده ورکول او هېواد والو ته کار موندنه د هېواد اقتصاد لهپاره مهم بولي.
ده ژمنه وکړه، چې د اقتصادي ودې لهپاره به جدي ګام واخلي.
"کوچنیو او منځيو تشبثاتو ته جدي پام کیږي موږ د لاسي صنایعو چرم، بوټ جوړونه او نورو برخو کې ډیر ښه تشبثات لرو چې دغه ټول د افغانستان دودیز صنایع دي او سلګونه زره هېوادوالو ته يي د کار زمینه برابره کړې ده".
خو د بوټونو د تولید ټولنې استازي، د ځمکې، بریښنا، اومه موادو نشتون تر څنګ د ښاروالۍ لوړې تعرفې او د بهرنیو بوټونو واردات د خپلې پانګونې پر وړاندې له اساسي ستونزو بولي.
د دوی پرخبره، اوسمهال په ټول هېواد کې د بوټونو جوړونې ۶۰۰ فابریکې شته، چې له دې ډلې یې ۲۰۰ فابریکې کم فعالیت لري او ۲۵۰ فابریکې بیا بشپړ فعالیت لري.