د پوځي ناقانونه پیسو په لومړۍ محکمه کې یو تن په ۳ کلونو بند محکوم شو

د ناقانونه پیسو لومړنۍ محکمه د اداري فساد د سنګینو جرمونو په وړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز له لورې په کابل کې ترسره شوه.

په دې محکمه کې محمد معصوم د رازمحمد زوی د ۲۶۱۲۰۰ امریکايي ډالرو، ،۳۲۳ زره افغانیو، ۲۹۹۵۰ پاکستانی کلدارو او ۳۱۷،۳۰۰ ګرامه طلا په تطهیر محکمه شو.

د فساد په وړاندې د سنګینو جرمونو د عدلي او قضایي مرکز د لومړنۍ محکمې رییس شیر اقا منیب اسنادو او ثبوتونو ته په کتو سره محمد معصوم په درېیو کلونو بند او ۱۰۰ زره افغانیو نقدي جریمې محکوم کړ.

د منیب پر وینا دغه اخري پرېکړه نه ده او تورن کس د استیناف محکمې حق هم لري.

په ناقانونه پیسو تورن محمد معصوم چې د نیول کېدو په وخت کې د ارزګان د پولیسو قوماندانۍ د تدارکاتو ځای ناستې و.

دی وایي، چې دا پیسې یې خپل حق دی او که چېرته محکمې د ده جرم ثابت کړ؛ نو دې د هر ډول سزا منلو ته تیار دی.

محمد معصوم وویل، رشوت یې نه دي اخیستي او د عدلي قضايي ادارې له مشرتابه یې د مرستې غوښتنه وکړه.

دا د ناقانونه پیسو په اړه لومړنۍ نظامي محکمه ده، چې له اداري فساد او درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز له خوا ترسره شوه، دغه مرکز څه موده مخکې هم په یوې بلې محکمې کې د ځمکې دوه تنه غاصبان په علني توګه محاکمه کړل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام