.jpg)
د بغلان ولایت خوستیانو ولسي ملاتړ مرکز، چې د خوست، فرنګ او ګذرګاهنور ولسوالیو خلک په کې شامل دي؛ له اجرایوي رییس عبدالله عبدالله سره یې خپل سیاسي پرېکون اعلان کړ.
د دې ډلې غړو وویل، چې د دغو ولسوالیو اوسېدونکو په افغانستان کې د ولسواکۍ غوړېدا له پاره په ټاکنو کې ګډون وکړ او په تېرو ټاکنو کې یې ۵۳ زره رایې د عبدالله عبدالله په ګټه وکارولې.
دوی د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشري اجرایوي ریاست ناکاره وبللو.
د دې ډلې استازي نورالله حکیمي وویل، له اجرایوي رییس سره د هغوی سیاسي پرېکون د احساساتو له مخې نه دی؛ بلکې خلکو اراده کړې، چې له هغه څخه خپل رایه بېرته واخلي.
د حکمي پر وینا، عبدالله د خپلو ټاکنیزو مبارزو پر مهال کړې ژمنې نه دي عملي کړي او په تېرو دوو کلونو کې تل یې دروازه د خلکو پر مخ تړلې وه.
د پوهنتون استاد او د دې ډلې بل غړي نصرالله فلک، سلام وطندار ته وویل، د ملي یووالي هوکړه لیک، د برېښنایي پېژندپاڼو نه وېش، د اساسي قانون نه تعدیل او نور لسګونه موارد د دې لامل شول، چې خلک له عبدالله سره سیاسي پرېکون وکړي.
فلک وایي، چې له خپلو مدني اعتراضونو به لاس وانه خلي.
ومو غوښتل، چې په دې اړه اجرایوي ریاست نظر هم واخلو؛ خو د پرلپسې اړیکو په نیولو مسوولو کسانو ځواب را نه کړ.
له دې مخکې د افغانستان هغه شمېر ترک توکمې چې په ۱۳۹۳ کال ټاکنو کې د ډاکټر عبدالله پلوي وو، په یوې اعتراضیه حرکت کې یې له اجرایويي رییس عبدالله عبدالله سره پرېکړ کړی وو.





