مسکو ته د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني رسمي سفر

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني وايي، ټاکل شوې، صلاح الدین رباني د مسکو د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په رسمي بلنه سبا د (فېبرورۍ پر ۶مه) روسیې ته لاړ شي.

د مستغني په خبره، رباني به په دې سفر کې له خپل سیال سرګي لاوروف سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترهګرۍ او نشه یي توکبو پر ضد مبارزې، امنیتي، تخنیکي، اقتصادي او په سوداګریزو مسایلو خبري وکړي.

مستغني سلام‌وطندار ته وویل، په دې دوه ورځني سفر کې به د بهرنيو چارو وزیر خپل روسي سیال سره د هغه هېواد او طالبانو په اړیکو او په نړیوالو غونډو کې له یو بله د ملاتړ په اړه هم خبرې وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی فدا محمد نظري د دې سفر اړه وايي، ترهغې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان په اړه پالیسي روښانه نه‌ کړي؛ مسکو او امریکا د افغانستان په برخه کې هوکړې ته ونه رسېږي، د افغان حکومت د چارواکیو له لاسه هېڅ هم نه کېږي.

نظري وايي، امریکا ته د کابل له حده زیات نږدېوالی د افغانستان په اړه د سیمه‌ییزې اجماع د خنډ لامل شوی او په ورته وخت کې طالبان په دې توانېدلي، چې ځان ته سیمه‌ییزه اجماع جوړه کړي.

دی وايي، د حکومت مشرانو تر منځ نه همغږي بل هغه لامل دی، چې د افغانستان په اړه د سیمې هېوادونو شکونه لا زیات شوي.

د سیاسي چارو بل څېړونکی لطیف نظري بیا وايي، په دې حساسو شرایطو کې مسکو ته د رباني سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اعتماد زمینه برابروي.

دی وايي، د کابل حکومت له مسکو سره د رغنیزو خبرو اترو په وسیله کولی شي، چې د سیاسي او امنیتي حالت له خرابوالی مخنیوی وکړي.

نظري وايي، د افغانستان حالت د ټرمپ او پوتین حکومتونو د اړیکو څرنګوالي پورې تړاو لري.

د افغانستان د بهرینو چارو وزیر په داسې حال کې مسکو ته سفر کوي، چې په دې وروستیو کې د کابل ـ مسکو اړیکو کې ټرینګلتیا لید کېږي.

له بل لوري د افغانستان په اړه په مسکو کې جوړې شوې غونډې ته روسیې د افغان حکومت چارواکي وربللي نه وو او د مسکو دې چارې د افغان حکومت تند غبرګون راوپارولو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام