د غور ولایت د ۶ ولسوالیو اوسېدونکي په خپلو ولسوالیو کې د قاضیانو د نهشتوالي له امله د خپلو ستونزو حل لهپاره د طالبانو محکمو ته ورځي.
د غور د سویلي ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي له دې ستونزې نه په شکایت سره وایي، دغه کار د دې لامل شوی، چې دوی د خپلو حقوقي قضیو د حل په پار د طالبانو محکمو یا هم غیرمسوولو وسلهوالو قومندانانو ته ورشي.
د دې ولایت د تیوره ولسوالۍ اوسېدونکي محمد قاسم سلاموطندار ته وویل، چې د دوی د سیمې اوسېدونکي د حکومت د نه پاملرني او یا کمکارۍ له امله خپلې حقوقي ستونزې د طالبانو په محکمو کې حلوي.
د ده په خبره، دولت د دوی په کارونو کې ډېر ځنډ کوي، ځکه خو دوی د خپلو کارونو د ژر خلاصېدا لهپاره د طالبانو پرېکړو ته لومړیتوب ورکوي.
مجروح د شهرک ولسوالۍ اوسېدونکی وايي، چې د یوې جدي ستونزې د حل لهپاره د حکومتي عدلي او قضايي بنسټونو ته ورغلل؛ خو هلته هېڅوک هم نه وو؛ نو اړ شول چې د طالبانو پرېکړې ته ورشي.
د مجروح په خبره، د طالبانو پرېکړه که هر څنګه مجبوریت وي؛ خو پر وخت وي.
دوی د دې ولایت سیمهییز مسوولان پر بۍغورۍ تورنوي او له حکومته غواړي، چې ژر تر ژره دې د خلکو مخ له طالبانو راواړوي.
د غور د ولایتي شورا مرستیال عبدالبصیرقادري، هم د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې د عدلي او قضایي بنسټونو د مسوولانو له نهشتوالي شکایت کوي او وایي، چې د قاضیانو او محکمو کمښت د دې لامل شوی، چې خلک د خپلو ستونزو حل لهپاره د سیمې سپینږیرو او یا هم وسلهوالو مخالفانو ته ورشي.
د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي، دا موضوع تاییدوي او وایي، چې د دغه ولایت محلي اداره هڅه کوي، چې ژر تر ژره د عدلي او قضایي بنسټونو استازي شپږو واړو ولسوالیو ته واستوي.
خطیبي د دې ولسواليو څارنوالانو او قاضیانو ته د خبرداري په ډول وايي، که خپلو دندو ته ولاړ نه شي؛ خلک اړ کېږي چې د خپلو حقوقي قضیو د حل لهپاره هغو ځایونو ته ولاړ شي چې د حکومتي موازینو خلاف دي.
له دې مخکې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې د غور ځېنې اوسېدونکي په عدلي او قضایي بنسټونو کې د فساد له امله خپلې حقوقي قضیې د غور وسلهوالو قومندانانو ته راجع کوي.