د دایکندي سوداګرې میرمنې: لاسي صنایعو ته مو د بازار نشتوالی زړه توري کړي یو

 

د دایکندي یو شمېر سوداګرې میرمنې له حکومته شکایت کوي او وايي، چې د دوی لاسی صنایعو ته د بازار په پېداکولو کې د پام وړ کار نه‌دی کړی.

دوی زیاتوي، چې د لاسي صنایعو له‌پاره يې د بازار او له دوی د حکومت مادي او معنوي ملاټر نشتوالي له امله زړه تورې شوي دي او نور دغه شان سوداګري به و نه کړي.

دوی باوري دي، چې د ښځینه وو هنري تولیدات د ولس فرهنګ په ژوندي ساتلو کې ستر رول لوبوي او همدارنګه د ښځینه وو صنعتي بازار کولی شي، چې ددوی د بومي فرهنګ په وده کې مرسته وکړي.

نجیبه غلامي هغه میرمن ده، چې  چرمه والا کمیسونه او خامکي جامې ګنډي وايي، چې باید د ښځینه وو لاسي صنایعو او هنري تولیداتو له پاره مشخص بازار وي چې میرمنې کار ته وهڅول شي.

د هغې پر خبره، دا د میرمنو او د هغوی د کورنۍ له‌پاره اقتصادي مرسته ده او ښه اسانه طریقه هم ده.

غلامي خبرداری ورکوي، چې که دغو کسبونو ته هیڅ پام و نه شي په دایکنډي کې د ښځینه وو لاسي صنایعو کار له منځه ځي.

د دایکندي میرمنې له څه ناڅه امن چاپیریاله  په استفادې هڅه کوي، چې له یوې خوا په دغه ولایت کې بومي لاسي صنایعې دود کړي او له بلې خوا د خپلو کورنیو په اقتصادي پياوړتیا کې هم برخه اخیستې وي .

راضیه حسیني هغه میرمن ده، چې د خامک ګنډل او جامو اوبدلو له لارې بومي هیر شوی فرهنګ بیرته را ژوندی کړي او په دې توګه د خپلې کورنۍ له اقتصاد سره مرسته وکړي.

دغه سوداګره میرمن وايي، چې حکومت يې مادي او معنوي ملاټر نه کوي او د دوی لاسي هنر ته چندان پام نه کیږي.

په همدې حال کې د دایکنډي د ښځو چارو رییسه ذکیه رضايي وايي، چې د ښځینه وو له‌پاره د مشخص او مناسب ځای نشتوالي له امله هغوی د کار له دوامه زړه تورې شوې دي.

د میرمن رضايي پر وینا، دوی د سوداګرو میرمنو هڅولو له‌پاره د دغه ولایت ښځینه پارک د "شیرین هزاره" په نوم نومولی.

د دایکنډي د سوداګرۍ او صنایعو خونې امر علي شهرستاني سلام وطندارته وویل، چې ددغه ولایت د کورنیو درې سلنه لګښت ښځينه تامینوي

د شهرستاني پروینا، دوی هڅه کوي د ښځینه وو لاسي صنایعو ته د بازار موندنې په موخه یو دایمي نندارتون جوړ کړي.

د نوموړي پر خبره، شاوخوا درې سلنه ښځینه په دې برخه کې بوختې دي او شاوخوا درې سلنه د کورنیو عواید هم له همدې لارې لاسته راځي.

د دایکنډي سوداګرو ښځو پروینا، سیمه‌ییزو مسوولینو څو ځله ژمنه کړې چې د ښځینه وو ظرفیت لوړونې له‌پاره هڅه کوي، خو تراوسه پورې يې ددوی پروینا هیڅ عملي ګام نه دی پورته کړی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام