«حاجي ټېکټر، کوټی، موږک او …» هم زموږ ټولنې د وګړیو نومونه دي

نوم خپله د انسان پر شخصیت ژور اغېز لري. اروا پوهان وایي، نوم د انسان کړو ـ وړو ته لوری ورکوي په دې معنا، چې انسان خپل ځان د خپل نوم په هېنداره کې ویني.

دغه راز، بې‌معنا او خندنی نوم له اروایي پلوه پر انسان ناوړه اغېز کوي، چې دغه اغېز د هغه د نفس عزت زیانمنوي.

دا بحث یو څه کلتوري او دودیزه بڼه هم لري، چې په ځېنو ټولنو کې عیب؛ خو په ځېنو کې نه‌ ګڼل کېږي او عادي وي، د بېلګې په توګه په روسي ټولنه کې د اهلي او وحشي ژویو نومونه دود دي، لکه "سباکین" چې سبک سپي ته وایي، "ولکوف" چې ولک لېوه، پیتوخوف، پیتوخ چرګ، زایڅوف یا زایچینکو سوی، لیبید هیلۍ، یا د معلولیت ځېنې صفتونه لکه بیزیزیچنه بې ژبې یا ګنګۍ، بیزروکه د بې لاسه معنا لري.

په جغرافیوي واټنونو کې ښايي دا موضوع جدي نه وي او څوک پرې خپه شي؛ خو په افغاني ټولنه کې دا ډول نومونه د شرم احساس لېږدوي او هر څوک یې یو ډول سپکوالی ګڼي.

له دې سره ـ سره بیا ځېنې کورنۍ دغه حساسیت ته پام نه‌ کوي او خپلو بچیانو ته داسې نومونه غوره کوي، چې وروسته ورته ستونزه پیدا کوي. په دې کې ځېنې نومونه ډېر نادر او د تحقیر ترڅنګ د شخصیت پر څرنګوالي هم اغېزل لري، لکه حاجي کوټی، حاجي ټیکټر «ټراکټور»، میمون، پټکه، چرسي، لنډۍ، کلداره، ګډۍ، پشۍ، بزګی، طوطي، چوغی، شمټ، بله‌نشته، الابباني، تور، تورکۍ، پيتکۍ، توره، شاتکۍ، پیشنګۍ/ پيشنګی، موږک، مشنګ/ مشنګکه، ګلون… او داسې نور.

دیني عالمان په دې برخه کې د جدي پام غوښتنه کوي، وايي، چې کورنیو ته نه ښایي چې په راتلونکي کې د خپلو اولادونو د شرم لامل شي.

وتلي دیني عالم ملا محمد اسحاق نظامي همدغه ټکي ته په اشارې خپله یوه تجربه داسې بیانوي. چې د ده په اند سم کار نه دی:" زما یو ملګري د خپل بل ملګري کور ته لاړ، چې هغه ته خدای پاک له ۱۶ کالو وروسته زوی ورکړی و، زه ورکره لاړم چې د زوی مبارکي ورته ورکم، ما ورته وویل، چې زه درې کاله بعد ستا د زوی مبارکۍ ته راغلی یم؛ نو هغه راته وویل، هغه ده هلته لوبې کوي، ما ورته وویل، چې ته ورته غږ وکه، ورته یې غږ کړ، چې «ډزنکیه» دلته راشه، ما ورته وویل، چې خدای دې خوار کړه دومره کلونه پس درکره ماشوم پیدا شو؛ اخر دې هم پرې همدا نوم کیښود؟ نو هغه راته وویل چې اصلي نوم یې «پسکنکې» دی موږ ورته له محبت نه ډزنکی وایو. نو که دغه ماشوم لوی شي د خپل نوم په اخیستو به ده ته څه ډول احساس پیدا او مقابل لوری به څه ډول غبرګوم وښیي؟ "

ځېنې نومونه داسې وي، چې د یو حالت یا اعتراض څرګندوی کوي.

د اطلاعاتو فرهنګ وزارت ځای‌ناستی ویز کمال سادات وایي، ځېنې نومونه داسې هم وي، چې د ماشوم ترڅنګ پر کورنۍ سربېره ټوله سیمه اغېزمنوي. 

سادات په دې اړه خپله تجربه وايي: «کله یې زوی دې نړۍ ته راغی؛ نو په سیمه کې یې ناامني او ګډوډي وه او د دولت هېڅ پام ورته نه کاوه؛ نو ده په یوه مدني خوځون کې پر خپل زوی "دا وطن مې ولې نه جوړېږي سادات" نوم کېښود.

دی وایي، موخه یې چارواکيو ته د خپلې سیمې د خلکو غږ رسول وو"یو مدني حرکت مو وکړ، بیا تذکرو ولا ته ورغلو، هغوی ویل چې دا نوم په دې خانه کې نه ځایږي، موخه مو دا وه چې خلک وطندوستۍ او امن ته راوبولو."

که د نوم په غوره کولو کې ماشوم کوم ونډه نه لري؛ نو د تخلص په غوره کولو کې بشپړ واک لري. په ځېنو ټولنو کې تخلص ته کورنی نوم هم وایي. لکه د جورج بوش، ګرباچف او نور… په هغو ټولنو کې دغه دود دی، ښایي د همدغو کونیو لسګونه کسان په همدې نوم یاد شي یایې دویم یا وروستی نوم بوش، ګرباچف او نور…وي.

 

په افغانستان کې هم ډېرو کسانو د کورنیو نومون یا قومي تخلصونه اېښي دي، لکه منګل، ځدراڼ، ځاځی، بارکزی، نورزی، احمدزی، عبدالرحیم‌زی، ترهءکی، اندړ، وردګ، یوسفزی، خیشکی او نور … یا د سیمو نومونه لکه، فراهي، خوستوال، کامه‌وال، نورستانی، کوهستانی، پنجشیري، بلخي، کندوزی، بغلانی، جوزجانی، مزاری او نور…

ځېني بیا د کورنیو نومونه وي، چې د کورنۍ د یو مشر له نومه اخیستل شوی وي، لکه پژواک، نعیمي، نوري، رحیمي، ګیلاني، خالقي او نور …

ځېنې بیا هڅه کوي، چې تخلص یې فاعل یا هم صیفت وي لکه، کاریګر، ستایلی، منلی، زرغون، ودان، لایق، ذهین، هوډمن، غرنی، کوهي، ویسا او نور

خو په تخلص کې هم کله ناکله یو شمېر کسان داسې تخلص غوره کوي، چې د ځېنو په اند سم نه برېشي، لکه بې خدا، افت، رنځور، لېونی، کین توز، روغ لېونی او داسې نور…

یوه له دغه ډول تخلصونو د زابل پخواني امنیه قوماندان غلام سخي دی چې "روغ لیونی "تخلص کوي.

 خو نوموړی وایي، دغه تخلص یې خپله نه دی غوره کړی، بلکې د دوی یو قوماندان پرې اېښی.

روغ لېونی زیاتوي، دغه تخلص یې قوماندان د جګړې پر وخت د زړورتیا له امله پرې اېښی، چې په لومړی یې نه خوښېد؛ خو چې د خپل قوماندان له نېته خبر شو؛ نو بیا یې خوښ شو: 

"دغه نوم چې اوس زه پرې ویاړم په ډېرو ستونزو مې ګټلی او دا نوم اصف شور پر ما اېښی چې یو باتجربه افسر و. یوه ورځ زه د تعلیم په میدان کې ولاړ وم، چې د عسکرۍ د اصولو په اساس مې ده ته میدان تقدیم کړ، زما دې کار اصف شور ته خوند ورکړ او دا نوم د هماغه له خوا پر ما کېښودل شو او زه یې په روغ لېوني مشهور کړم، اوس پرې ویاړم، خو په لومړیو کې دا نوم په ما ډېر تریخ لګېد او ما خاص د وطن د دفاع په خاطر دغه نوم ومانه."

له ځېنو تخلصونو بیا یو ډول د ځان غوښتنې او لویې انګېرنه کېږي، چې ښايي خپله خاوند ته ښه ښکاره شي؛ خو په ټولنه کې ښه نه ګڼل کېږي. د بېلګې په توګه د سرې میاشتې د پېښو رییس (کلانتري) تخلص کوي، خو نوموړی بیا د خپل تخلص په هکله وایي، چې دا دوی ته په میراث پاتې دی، ځکه چې د دوی نیکونو لوی ـ لوی کارونه کول او د کلي خلکو د کلانتري په نوم یادول.

د ناسمو، اوږدو او بې مفهومو نومونو انتخاب د رسمي اسنادو تر څنګ د راتلونکي له پاره تلپاتې ځورونکی ناسور وي، ځکه خو ټینګار کېږي، چې د نومونو سم انتخاب د کورنیو ستره چاره ده.

له دې هر څه ور هاخوا راواپوهان او ټولنپوهان د ماشومانو له پاره د نوم انتخابول د کورنیو مسوولیت ګڼي او دا پر کورنیو د ماشوم سالم حق وي، چې خپلو اولادونو ته مثبت او ویاړلي نومونه وټاکي، چې په راتلونکې کې یې پر شخصیت اغېز ولري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام