په کندوز ولایت کې د هندوانو شورا رییس نرمون سینګ وژل شوی

وسله والو کسانو په کندوز ولایت کې د هندوانو شورا رییس نرمون سینګ، چې په دلسوز لالا مشهور و، وژلی دی.

د کندوز له دویم ځل سقوط وروسته په دې ولایت کې مېشت هندوان چې ټولټال ۳۰ کورنۍ وې کډه شول او یوازې د هندوانو شورا رییس له دوو نورو هندوانو او سېکانو سره پاتې شول.

د کندوز ولایت د پولیسو امنیې قوماندانۍ ویاند محفوظ الله اکبري ووايي، چې د هندوانو شور رییس نن ګهیځ کار ځای ته پر لار وژل شوی دی.

د اکبري پر خبره، د پېښې عاملینو نیولو له پاره د پولیسو هڅې روانې دي.

د نرمون سینګ ماما برید سینګ سلام وطندار ته وویل، چې دوی له افغانستانه ځي او هېڅکله به بېرته راونه ګرځي.

د کندوز مېشتو هندوانو د شورا رییس ۴۰ کلن نرمون سینګ به ټولې شپې د هندوانو په عبادت خونه کې تېرولې او د ورځې له خوا به د یوناني دواګانو هټۍ ته تللو.

پر نرمون سینګ څلور کاله مخکې هم یو مرګونی برید شوی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام