په تور سمندر کې د روسیې پوځي الوتکې سقوط کړی

د روسیې د دفاع وزارت چارواکو تایید کړې، چې د دې هېواد ۱۵۴ توپولوف ډوله نظامي الوتکه په تور سمندر کې لوېدلې ده.

چارواکي وايي، چې الوتکه د ادلر در سوچي هوايي ډګرنه هوا ته له پورته کېدو ۲۰ دقیقې وروسته د رادار له څپې ترۍ تمه شوه.

په الوتکه کې ټولټال ۹۲ تنه وو.

د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کاناشنکوف ویلي، چې په الوتکه کې ۹ خبریالان، د الوتکې ۸ تنه خدمه او د الکساندروف د موسیقي ډلې غړي سپاره وو.

کاناشنکوف ویلي، چې د لوېدلې الوتکې ټوټې یې د سمندر په ۷۰ مترو ژورو اوبو کې موندلي دي.

د راپورونو پر بنسټ الوتکه د سوریې د لاذقیه ښار په لور الوتنه کړې وه او روسي نظامیان یې سوریې ته وړل.

ویل کېږي، چې د نوي میلادي کال په مناسبت د الکساندروف موسیقۍ ډله سوریې ته د روسیې نظامیانو له پاره د پروګرام کولو ته روانه وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام