میدان وردګو کې پاڅونوال له خلکو باج اخلي

د میدان وردګو د مرکز میدان‌ښار په ګډون د جلرېز، نرخ، بهسودو او سیداباد ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي، چې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې سلګونه کسان د وسله والو مخالفانو پر وړاندې د پاڅونوالو په نوم راپورته شوي دي او له خلکو باج اخلي.

ځایي اوسېدونکي وایي، چې ورځ له بلې په سیمو کې غیرمسوولې وسله والې ډلې راپیدا کېږي او ګډوډیو ته لمن وهي.

دوی له حکومته غواړي، چې د غیرو مسوولو وسله والو مخه ونیسي او که یې مخه ونه نیسي؛ دوی به يې پر وړاندې لاریونونه وکړي.

د میدان وردګو ولایت دوه اوسېدونکي احسان الله احمدزی او محمد نواز وايي، چې د ښار په ګډون، بهسودو او جلرېز ولسوالیو کې لسګونه غیرمسوول کسان راپيدا شوي دي، چې له خلکو باج اخلي او ولسي وګړي په یو نوم او بل نوم ځوروي.

دوی زیاتوي، چې په دولت کې دننه یو شمېر کړۍ له  دغو ډلو ملاتړ کوي، چې دا ملاتړ به یې د ملت او دولت ترمنځ ستر واټن راپیدا کړي.

د میدان وردګ اوسېدونکي له دولته غوښتنه کوي، چې ژر تر ژره دغه ډلې تصفیه کړي.

بل خوا د میدان وردګو ولایتي شورا هم د ځایي خلکو نیوکې او ستونزې پر ځای بولي او وایي، چې په تازه وختونو کې د میدان وردګو په جلرېز او مرکزي بهسودو ولسوالیو کې د پاڅونوالو په نوم سلګونه غیرمسوول وسله وال راپورته شوي دي.

د میدان وردګو د ولایتي شورا مرستیال شریف الله هوتک سلام وطندراته وویل، چې د علي پور په نوم یو قوماندان په بهسودو ولسوالیو کې سلګونه کسان په وسلو سمبال کړي او پر دولتي پروژو سربېره له ولسي خلکو باج هم اخلي.

هوتک په ټینګار سره وویل، چې دغه ډلې په حکومت کې دننه او له هېواده بهر ملاتړي لري.

هوتک زیاتوي، چې دغه غیرمسوولې وسله والې ډلې په انسان تښتونې کې هم پراخ لاس لري.
په ورته وخت کې د میدان وردګو امنیه قوماندان عبدالرازق یعقوبي هم دا مني، چې په دې ولایت کې یو شمېر غیرمسوولې وسله والې ډلې فعالیت کوي؛ خو  په هېڅ ډول له دولت سره اړیکې نه لري.

یعقوبي زیاته کړه، چې کورنیو چارو وزارت او د میدان وردګو ولایتي ادارې پرېکړه کړې، چې ډېر ژره به دا ډلې خالي صلاح کړي.

د میدان وردګو والي انجینیر ځنډي ګل زماني بیا یوازې په بهسودو ولسوالۍ کې د غیرمسوولو وسله والو موجودیت مني او زیاتوي، که چېرې دغه ډلې ژر تر ژره دولت ته تسلیمې نه شي؛ امنیتي ځواکونه به ورسره قانوني چلن وکړي.

 زماني له ولسه غوښتنه وکړه، چې د غیرمسوولو وسله والو په نیولو او پېژندلو کې له دولت سره مرسته وکړي.

میدان وردګو ولایت پلازمېنې کابل ته څېرمه پروت ولایت دی، چې د ځېنو راپورونو له مخې په کې ۵۰۰ غیرمسوول وسله وال فعالیت کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام