د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د روزنې له دندې څخه فارغ شوی کروشیایي الاصله المانی روزونکی پیټرشیګرټ د روزنې پریښودو په اړه توضیحات ورکړي.
پیټرشیګرټ په خپله رسمي فېسبوکپاڼه کې لیکلي، د افغانستان رسنیو او مینهوالو پیغامونو اړ کړ، ترڅو د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د روزنې پریښودو په اړه خپل نظر څرګند کړي.
د شیګرټ پر وینا، نوموړي نه غوښتل، چې د تاجکستان خلاف دوستانه فوټبال سیالۍ ته په لوبډله کې پخواني کپتان اسلام الدین امیري ولوبوي او همدا یې د ګوښه کیدو اصلي لامل و.
د روزونکي پر وینا، اسلام الدین امیري د ده د مشورې او تایید پرته د نیږدې ۳ کلن انتظار وروسته ملي لوبډلې ته راغوښتل شوی و، خو نوموړی یې د لوبېدو مخالف و.
د شیګرټ پر خبره، په اوسنۍ افغان فوټبال ملي لوبډله یې ډیر کار کړی، تکړه لوبغاړي یې ورته پیدا کړي.
پخواني روزونکي زیاته کړې، د فوټبال فدراسیون سکرترجنرال سید علي رضا اقازاده ملي لوبډلې سره تاجکستان ته له روانېدو وړاندې له بس څخه وروغوښت، چې په دې وخت کې اسلام الدین امیري د ده د مخالفت سره سره ولید بس ته دننه شو او ملي لوبډله د ده پرته د هوایي ډګر په لور روانه شوه.
اسلام الدین امیري په ۲۰۱۳ کال کی افغانستان ته په خپله کپتانۍ کې د سویلي اسیا فوټبال جام اتلولي وګټله او زیات شهرت یی پیدا کړ.
نوموړي په ۲۰۱۴ کال کې له ۵ نورو افغان لوبغاړو سره په اعتراضي توګه له افغان فوټبال ملي لوبډلې څخه استعفا ورکړه، خو د تاجکستان خلاف د تېرې ورځې سیالۍ له پاره یو ځل بیا ملي لوبډله کې واخیستل شو، چې په کې د نوموړي د لوبېدو پرته افغان لوبډله ۱ د ۰ ګول په وړاندې له ماتې سره مخ شوه.
د پخواني روزونکي پر وینا، افغانستان په فوټبال کې ډیر استعدادونه لري او باید فوټبال فدراسیون د شاته تګ په ځای د نویو ځوانانو په را وړاندې کولو خپل اوسني پرمختګ ته دوام ورکړي.
پیټرشیګرت ویلي، د اسلام الدین امیري پرته یې ۸ نړیوالې سیالۍ ترسره کړي چې ۶ یې ګټلي دي او د اسلام الدین امیري بیرته راتګ لوبډله یو کال پخوانۍ مشکلاتو ته کش کولای شي.
هغه ویلي، افغانان د نړۍ بهترینه خلک دي او هیله مند دی افغان فوټبال ملي لوبډله د یوه بل مسلکي روزونکي په شتون کې له اوسنیو پرتو ستونزو پرته د فوټبال لوبې لوړو څوکو ته ورسیږي.
د پیټرشیګرت پر وینا، له دې وروسته د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې روزونکی نه دی، خو د نورو افغانانو په څېر به یې حتما یو سرسخت مینه وال پاتې وي.
له بل لوري بیا، د افغانستان فوټبال فدراسیون د رسنیو څانګې مسوول علي رضا کاظمي سلام وطندار سره په خبرو کې د پیټرشیګرټ د تورونو د ځواب په اړه څه ونه ویل ،خو زیاته يې کړه، چې په دې اړه به ډير ژر په کابل کی د فوټبال فدراسیون د چارواکو لخوا د یوې خبري غونډې پر مهال جزیات وویل شي.