یو شمېر کار پوهان وايي، چې ولسي جرګې د وزیرانو استیضاح په اړه احساساتي چلند کړی او د وکیلانو دغه اقدام ښه پایله نه لري.
د سیاسي چارو شنونکی رحمت الله بېژن پور سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، د ولسي جرګې کاري موده د ولسمشر د حکم پر بنسټ غځول شوې او ولسي جرګه د وزیرانو د استیضاح حق نه لري.
د بېژن پور پر وینا، ستونزه دا نه ده، چې وزیران په کار نه پوهیږي، بلکې تمرکز د قدرت، د نظام اوسنی جوړښت او د صلاحیتونو محدودولو د وزیرانو لاس او پښې ورتړلي دي.
د سیاسي چارو بل شنونکی فردوس کاوش بیا وايي، چې ولسي جرګه لومړی باید د وزارتونو اسناد، توپیرونه او هغه اختلافات چې د وزارتونو او د تفتیش ادارې تر منځ شته وڅېړي له هغه وروسته دې وزیران وراستیضاح کړي.
کاوش زیاتوي، چې امنیتي ځواکونه په څو جبهو کې له طالبانو سره په جګړه دي او که په دې حالت کې کابینه له ویزانو خالي شي؛ نوی سیاسي جنجال به رامنځته کړي.
شنونکي خبرداری ورکوي، که ولسي جرګه د وزیرانو استیضاح کولو لړلۍ ونه دروي، افغانستان به د نوي سیاسي زدو بندونو سره مخ شي کابو کول به یې بیا ګران وي.
ولسي جرګې په دوو ورځو کې د بهرنیو چارو وزات وزیر، د کارو او ټولنیزو چارو وزېره، د ټولګټو وزارت وزیر، د مالیې وزېر، د ترانسپورد او هوايي چلند وزیر او د پوهنې وزیر یې د مدیریت کمزورتیا او د بودیجې نه مصرف له امله ور استیضاح کړي وو، چې په پایله کې د مالیې وزیر د باور رایه واخیستله او پاتې نور یې سلب صلاحیت کړل.
پرون ورځ د درېیو وزیرانو له سلب صلاحیت کولو وروسته ارګ په یوې خبرپاڼې کې وویل، چې د افغانستان د اساسي قانون ۹۲ مادې او د ولسمشر د لید لوري پر بنسټ د کابینې وزیرانو په تېره د بهرنیو چارو وزیر استیضاح موجه نه ده.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسي جرګې غړي د وزیرانو له کارکړنو او بودیجې لګولو په اړه معالومات نه لري؛ د وزیرانو استیضاح دې وځنډوي.
نن ورځ هم ارګ له ولسي جرګې رسما وغوښتل، چې د وزیرانو د استیضاح کولو لړلۍ دې د موقت وخت له پاره وځنډوي، تر څو د درې ګونو قواوو په منځ کې سیاسي ټیکاوو حفظ شي.
خو د ارګ دې غوښتنې د ولسي جرګې د زیاتو غړو غبرګون راوپارولو او دوی وویلې، چې ارګ دې د ملت د کور ازادي تر سوال لاندې نه راولي.