ولسي جرګې ۳ وزیران سلب صلاحیت کړل

د ولسي جرګې غړو نن شنبه(نوامبر۱۲مه) په بې ساري اقدام سره درې وزیران له استیضاح کولو وروسته سلب صلاحیت کړل.

ولسي جرګې څو اوونۍ وړاندې پریکړه کړې وه، هغه وزیران چې د پراختیايي بودیجې ۷۰ سلنه يې نه وي مصرف کړي استیضاح به يې کړي او د صلاحیت اخیستو او نه اخیستو له پاره به یې د رايې ورکولو صندقونه کيږدي.

د ولسي جرګې غړو د شنبې د ورځې عمومي غونډې ته د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د کار، ټولنېزو، شهیدانو، معلولینو او معیوبینو چارو وزیره نسرین اوریا خیل او د فواید عامې وزیرمحمود بلیغ، چې درې واړو د ۱۳۹۴ لمریز کال د پراختیایي بودیجې ۷۰ سلنو په لګولو کې پاتې راغلي وو استیضاح کړل.

خو دغو وزیرانو د بودیجې د نه لګښت په دلایلو سره ونه شوای کولای، چې د ولسي جرګې د غړیو قناعت ترلاسه کړي.

د رد او تایید رایو په پایله کې د ټولګټو وزیر ۳۳ د تایید او ۱۶۴ د رد رایې ترلاسه کړې، چې د وکیلانو له پاره یې دلایل قانع کوونکی نه و.

همدارنګه د کار او ټولنیزو چارو وزیرې ۵۶ د تایید او ۱۴۴ د درد رایو تر لاسه کولو وروسته سلب صلاحیت شوه.

له بل لوري د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني ۵۸ د تایید او ۱۴۰ د رد رایې ترلاسه کړې، چې له ده څخه هم په قانوني ډول د وزارت صلاحیت سلب شو.

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي له ولسمشرڅخه غوښتنه وکړه، چې یادو درېيو وزارتونو ته نوي نوماندان د اعتماد رايې د ترلاسه کولو له پاره ور وپېژني.

په همدې حال کې د بهرنیو چارو، فواید عامې او کار او ټولنیزو چارو وزیرانو د پراختیایي بودیجې د نه لګښت لاملونه په ګوته کړل.

درې واړو وزیرانو د نورو دلایلو ترڅنګ د امنیت خراب والی، غیراختیاري بودیجه او دا چې د ۱۳۹۴ مالي کال په نیمایي کې دوی په دندو ګومارل شوي د خپل د بودیجې د نه لګښت لاملونه یاد کړل.

خو د بهرنیو چارو وزیرصلاح الدین رباني وویل، چې دوی د پام وړ کارونه کړي دي او باید ستاینه یې وشي.

نوموړي زیاته کړه، چې غیراختیاري بودیجه حساب نه شي، نو دوی اختیاري بودیجه ډېره لګولې ده.

رباني وویل، کومې پیسې چې د دوی په اختیار کې وې له ۲ اعشاریه ۸ میلیونو يې ۲ اعشاریه یو میلیونه لګولي دي او پر وینا يې که یې فیصدي حساب شي نو ۷۳ اعشاریه ۷۸ سلنه لګول شوې بودیجه کيږي.

د ولسې جرګې د کورنیو دندو د اصولو پربنسټ وزیرانو ته د تایید یا رد رایې د جرګې د ټولوغړو یعنې ۲۴۹ غړو څخه، چې د ۱۴ تنو څوکۍ بیخي خالي دي او د پاتې ۲۳۵ کسانو له رایو باید وزیر ۵۰ جمع یوه رایه ( ۱۱۸ رایې کېږي) ترلاسه کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام