د جمهوري غوښتونکیو ګوند نوماند ډونالډ ټرامپ د ۲۷۶ الکترال رایو په لاسته راولو سره له خپلې سیالې هېلیري کلینټن نه، چې ۲۱۷ الکترال رایې یې اخیستې وې؛ مخکې شو او د راتلونکیو څلورو کلونو له پاره د امریکا ولسمشر شو.
د امریکا د ۴۵م ولسمشر له پاره نن د (نومبر پر ۸مه) رايې اچونې وشوې.
دیکسویل نوچ شمال ختیځه امریکا کې هغه کلی دی، چې له ۵۶ کلونو راهیسې د امریکا ټاکنې له همدې سیمې پيلېږي، داځلي ټاکنې هم له همدې ځایه پیل شوې، چې هېلیري کلېنټن په کې ۴ او ۲ رایې وېوړلې.
لومړی انیدیانا او کنتاکي د رایو حوزې له رایو اچونو خلاصې شوې او نوبت د فلوریدا او ویرجینیا حوزو ته ورسېد. فلوریدا د ۲۹ الکترال رایو په لرلو سره د امریکا مهم ایالت ګڼل کېږي او الاسکا بیا د ۲۰۱۶ کال د ټاکنو وروستۍ ټاکنیزه حوزه وه.
ټرامپ چې د امریکا په ټاکنو کې یو تندلفظی نوماند ګڼل کېد، چې تر ۹۰یمې دقیقې پورې ادعا کوله، چې د هېلیري کلېنټن په ګټه به درغلي وشي.
کلېنټن په ورمونت، ماساچوست، نیوجرسي، مري لنډ، ایلینوي، نیویارک، دلاور، کولمبیا، ایلند او کلفورنیا ایالتونو کې له ټرامپ نه مخکې وه؛ خو ټرامب بیا په اکلاهاما، جنوبي کارولینای، کنتاکي، ایندیانا، تنسي، میسیسیپي، الاباما، کانزاس، شمالي داکوتای، وایومینګ، ارګانزاس، تګزاس، اوهایو، فلوریدا، شمالي کارولینای او لویدیځه ویرجینیا کې له کلېنټن نه مخکې و.
د کلېنټن د ټاکنیزو مبارزو یو غړي ټرامپ ته د بریا مبارکي ورکړه او له خپلو پلویانو نه یې هیله وکړه، چې خپلو کورونو ته لاړ شي. ټرامپ بیا کلېنټن یوه مبارزه او پُرکاره نومانده وګڼله او د تېرو حکومتونو په جریان کې یې د هغې د لاسته راوړنو ستاینه وکړه.
د امریکا د ټول نفوس نه ۲۲۶ میلیونه/ ۶۵ سلنه د رایې ورکونې په شرایطو برابر دي؛ خو ۴۲ میلیونو وګړیو یې رایې وکارولې.
له بلې خوا ویل کېږي، چې د ټرامپ له راتګ سره به نړیوال سوداګریز بازار یو څه رکودي حالت ته لاړ شي. په داسې حال کې چې د سیمې ستر اقتصادي بازارونه د هېليري کلېنټن د بریا په تمه وو؛ خو د ټرامپ له بریالتوب سره هر څه سرچپه شول.
ډونالډ جان ټرامپ د ۱۹۴۶ زېږديز کال د جون پر ۱۴مه نېټه وزېږېد. دی د ترامپ سازمان د رییس تر څنګ مدیره پلاوی هم دی.
ټرامپ د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند او د هېليري کلېنټن سر سخت سیالی و.