د ۲۰۱۶ میلادي کال په نړۍ کې د فوټبال سیالۍ د سرو زرو توپ اخیستونکو مشهورو لوبغاړو د نوماندۍ نوملړ اعلان شو.
داسې لیدل کيږي، چې د دغو نوماندانو له ډلې د سرو زرو توپ اخیستلو په موخه د دوو مشهورو لوبغاړو، رونالډو او مسي چانس خورا زیات وي.
فیفا د فرانس مجلې په همکارۍ دغه نوملړ تیار کړی دی.
سرخیو اګوئرو له منچسترسیتي، پیر امریک اوبامیانگ له بورسیا دورتمند، گرث بیل له ریال مادرید، جان لوئیجي بوفون له یوونتوس، کریستیانو رونالډو له ریال مادرید، کوین دبروین له منچسترسیتي، پایولو دیبالا له یوونتوس، دیه گو گودین له اتلتیکو ماډرید، نتوني ګریزمان له اتلتیکو مادرید، گونزالو هیگواین له یوونتوس، زلاتان ابراهیموویچ له منچستریونایتد، آندرس اینیستا له بارسلونا، کوکه له اتلتیکو مادرید، توني کروس له ریال مادرید، روبرټ لواندوفسکي له بایرن مونیخ، توماس مولر له بایرن مونیخ، لوکا مودریچ له ریال مادرید، ریاض محرزاز لسترسیتي، لیونل مسي له بارسلونا، هوگو لوریس له تاتنهام، دیمیتري پایه له وستهام ، پل پوگبا له منچستریونایتد، مانویل نویر له بایرن مونیخ، پپه له ریال مادرید، نیمار له بارسلونا، روی پاتریسیو از اسپورتینگ لیسبون، سرخیو راموس له ریال مادرید، لوئیس سوارس له بارسلونا، جیمی واردی له لسترسیتي او ارتورو ویدال د بایرن مونیخ نه په دغه نوملړ کې شامل دي.