لوګر کې ناپېژاندو وسله والو ۲۰ ماین پاکان تښتولي دي

د افغانستان د لوګر ولایت څخه لاسته راغلي راپورونه وايي، چې په دغه ولایت کې یوځل بیا ناپېژاندو وسله والو  څو تنه ماین پاکان تښتولي دي.

د یاد ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې نن له غرمې وړاندې ناپېژاندو وسله والو ۲۰ ماین پاکان له ټولو وسایلو او ګاډو سره نامعلوم ځای ته تښتولي دي.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح سلام وطندار ته ددغه خبر د تایید ترڅنګ وویل، چې پيښه د مرکز پل علم اړوند د الیاس خان کلا په سیمه کې رامنځته شوې ده

صالح وایي تښتول شوي ټول ماین پاکان د "سټرلینګ" موسسې کارکوونکي دي، چې ولایتي اداره یې د خلاصون هڅي پيل کړې دي.

وسله والو طالبانو او نورې مخالفې ډلې تراوسه پورې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د ویلو ده، دا څوم ځل دی چې د لوګر ولایت څخه ماین پاکوونکي تښتول کيږي.

له دې وړاندې هم  د "هلو ټرسټ" په نوم د ماین پاکۍ مؤسسې ۹ تنه کار کووونکي تښتول شوي و، چې د سپین ږیرو په منځګړیتوب بېرته خوشې شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام