ډاکټرعبدالله: د بروکسل غونډه بریالۍ وه

ملي یووالي حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله وايي، چې د بروکسل غونډه کامیابه وه او له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې ژمنې دام کوي.

عبدالله نن (چهارشنبه) د بروکسل کنفرانس په څنډه کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، چې نړیوالې ټولنې په ملي یووالي حکومت اعتماد کړی او د ښې حکومتولی په برخه کې ټینګار لري.

اجرایوي رییس د ده او ولسمشر غني تر منځ د موجودو لانجو په اړه وویل، نړیوال مرستندویان یې د ملي یووالي حکومت د کار د داوم په اړه اندېښنه لري؛ ځکه چې په افغانستان کې نړیوالو ته سیاسي ټیکاوو تر ټولو مهم دی.

عبدالله وویل، د ده او ولسمشر تر منځ د ټاکنیز سمون په اړه موجود اختلافات تر یوه بریده حل شوي او د بروکسل له غونډې وروسته به د اختلافاتو د حل له پاره بحثونه دوام وکړي.

عبدالله له اروپا څخه د افغان مهاجرو د ویستلو په اړه وویل، د کډوالو د وېستلو موضوع د بروکسل په غونډې پورې مخامخ اړیکه نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د بروکسل کنفران له پیل سره سم ځینو لویدیځو رسنیو راپورونه خپاره کړې وو، چې اروپايي ټولنه خپلې مرستې په دې مشروط کړي، چې افغانستان له اروپايي هېوادونو بېرته ستنېدونکي کډوال ومني.

عبدالله وویل، د بروکسل په کنفرانس کې دغه ډول موضوع نه ده یاده شوې او رد یې کړه.

اجرایوي رییس ټینګار کوي، که په اروپا کې افغان کډوال قبول نه شي، غوره یې ګڼي د زندان پر ځای افغانستان ته وګرځي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام