د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالیو سلګونو اوسېدونکو، د ولایتي شورا غړو او مدني فعالانو په اچین ولسوالۍ کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې برید غندنه او د جدي پلټنو غوښتنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د ننګرهار اچین ولسوالۍ د شډل سیمې اړوند په رغزۍ کلي کې د قومي مشر پر کور د بمبارۍ له امله ۱۵ ولسي وګړي ووژل او له ۱۰ ډېر ټپیان شول.
لاریونوالو له حکومته د ړندو بمباریو مخنیوي غوښتنه وکړه.
د شینوارو ولسوالیو اوسېدونکی او د ولایتي شورا غړی عبیدالله شینواري خبرداری ورکړل، که د قربانیانو د کورنیو پوښتنه ونه شي؛ دوی به د کابل تورخم لویه لار د ترافیکو پر مخ وتړي.
عبیدالله شینواري وویل، ځینې مسوولین د خپلو دندو د ساتلو په خاطر وايي، چې دغه برید په داعشي وسله والو تر سره شوی.
نوموړی وايي، په بمبارۍ کې وژل شوي او ټپیان شوي ټول ولسي خلک دي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي بیا سلام وطندار ته وویل، چې د تېرې چهار شنبې په هوايي برید کې ۳ ولسي وګړي او ۱۸ داعشي وسله وال وژل شوي او ۵ ولسي خلک او یو شمېر داعش وسله وال ټپيان دي.
خوږیاڼي وايي، د څېړنې بشپړ راپور یې مرکز ته لېږلی او له کابله یې د یو پلاوي ورتګ غوښتنه کړې.
د والي ویاند وویل، د قربانیانو د کورنیو حق به ادا کېږي.
په اچین ولسوالۍ کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې برید پېښه د ملګرو ملتونو بشري حقونو سازمان هم غندلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې د مرستې کولو غوښتنه کړې ده.