افغانستان د کال۳،۵میلیاردو ډالرو په ارزښت ودانیز توکي تولیدوي

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسوولین وايي، افغانستان د ودانیزو توکو د تولید په برخه کې د بساینې په لور روان دی او په کال کې د ۳،۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت دغه توکي خپله تولیدوي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت معین داکټرعبدالباري رحمان د ودانیزو توکو د تولید په دویم ملي کنفرانس نن (یک شنبه) په کابل کې جوړې شوې غونډې ته وویل، چې افغانستان د ودانیزو توکو د لید په برخه کې د هېوا له ۳۰ تر ۴۰ سلنه خپله تولیدوي، خو سره له دې سوداګر هر کال د ۳ میلیاردو ډا لرو  په ارزښت ساختمانې توکې له ایران، پاکستان، روسیې او له نورو هېوادونو واردوي.

عبدالباري وايي، حکومت باید په دې برخه کې د بسیاینې له پاره هغه توکي چې په کور دننه تولیدیږي، له بهره وارد نه کړي.

د ودانیزو توکو د تولید په برخه کې د صنایعو ټولنې مشرسخي احمد پیمان وویل، د ودانیزو توکو د تولید په برخه کې د تېرې یوې لسیزې په پرتله اوسمهال د پام وړپرمختګ شوی، خو د ځينو ستونزو له امله د یو شمېر مهمو ودانیزو توکو د تولید په برخه کې پاتې یو او اوس هم کاشي، سمنټ او ځینې نور توکي له بهرنیو هېوادونو واردېږي.

پیمان وویل، د پلاستیکې پایپونو د تولید په برخه کې په ځان بسیا شوي او د ګول سیخ په برخه کې تر۳۰ سلنه په ځان بسیاینې ته رسېدلي دي، خو په راتلونکو دوو میاشتو کې به د اوسپینې د زوب دوې نوې فابریکې هم په کار پیل وکړي، چې دا به د ځان بسیاینې کچه ۵۰ سلنې ته لوړه کړي.

د تایید شویو راپورنو له مخې د ودانیزو توکو د تولید صنایع ۲۷ سکتورونه فعال دي او ځینې یې پرځان بسیا ینې ته رسیدلي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام